کرېکټ: جنوبي افریقا پاکستان ته ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 11:41 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

جنوبي افریقا پاکستان ته د ۴۸۰ منډو هدف ټاکلی و.

جوهانسبرګ کې د کرېکټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې جنوبي افریقا پاکستان ته په ۲۱۱ منډو ماتې ورکړه او د صفر په مقابل کې يي د یوه برلاسی تر لاسه کړه.

جنوبي افریقا پاکستان ته د ۴۸۰ منډو هدف ټاکلی و، چې د لوبې په څلورمه ورځ له ۲۶۸ منډو جوړولو ورسته ټول پاکستاني لوبغاړي وسوځېدل.

د دوشنبې په ورځ د لوبې د پیل پر مهال پاکستان ۲۹۷ منډو ته اړتیا درلوده او شپږ لوبغاړي يي په لوبه کې پاتې وو. خو پاکستان د اسد شفیق د سوځېدو پر مهال لومړی زیان ولید.

نوموړی په خپلو منډو کې د دریو منډو له زیاتولو وروسته د ډیل سټین پر توپ کیچ او وسوځېد. پاکستانی کپتان مصباح الحق هم و نه توانېد تر ډېره په لوبغالي کې پاتې شی او د سټین دریم ښکار شو.

د مصباح الحق او اسد شفیق تر منځ د پنځم وکټ لپاره د ۱۲۷ منډو ګډون وشو. فلېنډر د پاکستاني لوبغاړي سرفراز احمد په سوځولو خپلې لوب‌ډلې ته د اووم وکټ اخیستو بریا ور په برخه کړه. نوموړي ایله شپږ منډې جوړې کړې.

مورکل سعید اجمل وسوځاوه او ډیل سټین د پاکستان د نهم لوبغاړی عمرګل وکټ تر لاسه کړ. جنید خان هم د سټین ښکار شو، چې په دې توګه نوموړي د ۶۰ منډو په بدل کې ۱۱ وکټونه تر لاسه کړل. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د جنوبي افریقا وېکټ ساتونکی ابراهام ډي ویلیرز په یاده لوبه کې ۱۱ کېچونه تر لاسه کړل او د خپل هېواد په کچه يي یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

د دې لوبې په لومړي اننګ کې جنوبي افریقا ۲۵۳ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې يي د پاکستان ټوله لوبډله له ۴۹ منډو جوړولو وروسته له لوبې بهر شوه.

دا په ټیسټ اننګ کې د پاکستانۍ لوبډلې تر ټولو لږ منډې دي. جنوبي افریقا د لوبې په دویم اننګ کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې جوړې کړې او لوبه يي پاکستان ته پرېښوده، په دې توګه د جنوبي افریقا لوبډلې پاکستان ته د ۴۸۰ منډو هدف وټاکه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .