کریکټ: افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 10:02 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

کریکټ: افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کریکټ الف لوبډلې د پاکستان کراچۍ او حیدراباد ګډې لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

پاکستانۍ لوبډلې چې مشري یې شاهد اپریدي کوله لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله، خو افغان بالرانو ډېرو منډو جوړولو ته پرې نه ښودل او یو پر بل پسې یې ژر ژر وسوځول.

په افغان توپ اچونکو کې حمزه هوتک تر ټولو ښه وځلېد. هوتک په لسو اورونو کې خپلې سیلې ډلې ته یواځې شپاړس منډې ورکړې او پنځه کسه یې وسوځول. دولت ځدراڼ دوه کسه وسوځول او عزت الله دولتزي هم یو کس له مخې لېرې کړ.

د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۱۲ منډو وسوځېده او افغان الف لوبډلې ته یې ۱۱۳منډې هدف وټاکه.

افغان منډو جوړوونکو نن په ډېرې حوصلې او فکر سره لوبه وکړه.

شهزاد محمدي خپله نیمه سلیزه پوره کړه او تر ۵۸ منډو جوړولو وروسته سوځېد.

کریم خان صادق او جاوید احمدي دواړه ناسوځېدلي پاتې شول او د ټاکلی هدف یې پوره کړ.

کریم صادق ۳۶ او جاوید احمدي ۱۵ منډې جوړې کړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .