افغانستان په فوټبال کې له سریلانکا سره مخامخ دى

د خپريدو وخت: 11:08 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

دا سيالۍ په لاوس کې د مارچ له دويمې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کېدونکې دي.

د اىسيا د کانفيدراسيون چېلېنج کپ ٢٠١٤ سياليو لپاره د غوراوي په لوبو کې افغانستان په سي ګروپ کې دى او له درو نورو هېوادونو سره بخت ازمويي.

دا سيالۍ په لاوس کې د مارچ له دويمې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کېدونکې دي.

د افغانستان په ګروپ کې له کوربه هېواد سره منګوليا او سریلانکا هم شته.

د ګروپ لومړني دوه هېوادونه به اصلي سياليو ته لار مومي.

د غوراوي په دغو لوبو کې ٢٠ هېوادونه برخه اخلي چې په پنځو ګروپونو وېشل شوي او په هر ګروپ کې څلور هېوادونه يو بل ته مخامخ دي.

د دغو سياليو اې ګروپ سيالۍ په برما بي ګروپ په قرغزستان ، ډي ګروپ په نيپال او اي ګروپ په فليپين کې ترسره کېږي.

د سریلانکا د فوټبال فدراسيون وايي دوى هڅه کوي چې په دغو سياليو کې ځوان لوبغاړي ولوبوي چې تجربه ومومي.

سریلانکا غواړي چې ټول پام د سپټمبر په مياشت کې د سويلي اسيا لوبو ته واړوي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ څو نړيوالې لوبې شوي دي چې دوه ځلې په کې افغان لوبغاړو برى موندلى دى.

په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله ځلېدلې ده.

په نړيوالو درجه بنديو کې افغانستان اوس تر سریلانکا په فوټبال کې وړاندې دى خو له خپلو شمالي ګاونډيو او ايران څخه لا ډېر واټن لري.

افغانستان اوس د ٢٠٧ هېوادونو په کتار کې ١٨٦ ځاى لري.

خو په لاوس کې له افغانستان سره مخامخ دوه نور هېوادونه په درجه بنديو کې وړاندې دي.

لاوس په ١٧٠ نمبر او منګوليا په ١٧٩ نمبر دى خو سریلانکا په ١٩٠ نمبر کې دى.

که چيرې افغانستان د غوراوي په دې پړاو کې پرمختګ وکړي نو پر نړيوالو درجه بنديو به مثبت اغېز وويني.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .