کرېکټ: د ښځو نړیوال جام پای لوبه کېږي

د خپريدو وخت: 08:23 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391

د لومړي مهال وېش له مخې ټاکل شوې وه، چې ټولې سیالۍ به د مهاراشټر د ممبۍ ښار په دریو لوبغالو کې تر سره کېږي.

د ښځو د کرېکټ د نړیوال جام ګټلو لپاره پای لوبه نن( یکشنبه د فبروري ۱۷ ) د هندوستان د مهاراشټر ایالت په ممبۍ ښار کې ترسره کېږي.

دې پای لوبې کې به اسټرلیا او ویسټ انډیز لوبډلې مخامخ شي. اسټرالیا پنځه ځلې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې.

بل لور ته د ویسټ انډیز د ښځو کرېکټ لوبډله داسې مهال پای لوبې ته وتلې، چې تر دې د مخه د همدې هېواد د نارینه وو کرېکټ لوبډلې اکتوبر میاشت کې د شل اوریزو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د ښځو د کرېکټ لوبو د سیالیو له پیل کېدو یوه اونۍ مخکې مسوولین اړ شول، چې د لوبو په مهال وېش کې بدلون راولي، ځکه د امنیتي ملحوظاتو له امله د پاکستانۍ لوبډلې لوبې له ممبۍ نه د اړیسې ایالت کټک ښار ته ولېږدول شوې.

د لومړي مهال وېش له مخې ټاکل شوې وه، چې ټولې سیالۍ به د مهاراشټر د ممبۍ ښار په دریو لوبغالو کې تر سره کېږي. خو په ممبۍ کې د کیڼ لاسي ګوند شیوسینا غړو ګواښ وکړ، دوی به د پاکستاني لوبډلې د لوبو مخه ونیسي.

دې سیالیو کې اتو لوبډلو برخه درلوده، چې د څلور – څلورو په دوو ډلو وېشلې شوې وې. په ای ډله کې هند، ویسټ انډیز، انګلستان او سریلانکا او په بي ډله کې اسټرالیا، پاکستان، نیوزیلنډ او سویلي افریقا لوبډلې شاملې وې. له هرې ډلې درې لوبډلو د غوره شپږ پړاو ته لار وموندله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .