کرېکټ: انګلستان سیریز وګاټه

د خپريدو وخت: 10:02 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

د انګلینډ له لوري فین درې، براډ او سوان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

اکلینډ کې انګلستان په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې نیوزيلنډ ته په پنځو وېکټونو ماتې ورکړه. له دې سره انګلستان لوبه وګټله او سیریز یې هم وګاټه.

د انګلستان الیسټر کوک د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۶ او مورګن د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلنډ له لوري ټیم سوډي درې او اینډریو ایلس دوه لوبغاړي وسوځول. له دې مخکې د نیوزیلنډ ټوله لوبډله له ۳۹ اعشاریه پنځه اوورونو وروسته وتوانېده، چې ۱۸۵ منډې جوړې کړي.

د نیوزیلنډ برینډن مکلم د شپږو څلوریزو او پنځو شپږیزو په وسیله ۸۰ منډې جوړې کړې.

له مکلم پرته د نیوزیلنډ هېڅ یو لوبغاړی و نه توانید، چې پام وړ منډې جوړې کړي.

د نیوزیلنډ د شپږ لوبغاړو د منډو شمېر دوو عددونو ته و نه رسېد. د انګلینډ له لوري فین درې، براډ او سوان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .