افغان کرېکټ کې یو لړ بدلونونه راغلي

د خپريدو وخت: 11:24 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

د شهزاده مسعود په وینا له پخواني کپتان او نورو کرېکټ چارواکو سره په سلا مشوره، د اوږده مهال لپاره ښاغلي عیسی خیل ته دغه دنده ورکړل شوې ده.

په افغان کرېکټ کې یو لړ بنسټیز بدلونونه راوستل شوي دي. کابل کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي مشر او سلا کار وزیر ښاغلي شهزاده مسعود وویل، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته محمد نبي عیسی خیل د کرېکټ د درې سره فورمېټونو لپاره د نوي کپتان او شهزاد محمدي د مرستیال کپتان په توګه ټاکل شوي دي.

د پخواني کپتان نوروز منګل ستاینه

د ښاغلي مسعود په وینا د پخواني کپتان نوروز منګل خدمتونه د ستاینې وړ دي، د نوموړي په وینا د همده د وړتیا په وسیله افغان لوبډله وتوانیده، چې دوه ځلې د کرېکټ ۲۰ اووریزو نړیوالو سیالیو ته لار ومومي، خو مسعود زیاته کړه په د لوبډلې د ظرفیتونو د لا لوړولو لپاره د لوبغاړو د غوراوي کمېټۍ پرېکړه وکړه، چې محمد نبي عیسی خیل د نوي کپتان په توګه وټاکي.

شهزاده مسعود بي بي سي ته وویل، چې په دا وروستیو کې په پاکستان د تمریني لوبو پر مهال د افغان لوبغاړو د یو شمېر نیمګړتیاوو رابرسېره کېدو له امله په لوبډله کې بدلون نه دی راوستل شوی، بلکې دوی له پخوا پلان درلود، چې د کرېکټ لوبو لپاره د ۲۰۱۳ کال مهموالي او دغه راز په ۲۰۱۵ کال کې نړیوالو لوبو کې ګډون ته په پام سره باید دغه بدلونونه رامنځ ته شي.

نوموړي یادونه وکړه، چې په ننګرهار کې د شپږ اوونیو له تمریني کمپ او بیا وروسته په پاکستان کې له تمریناتي لوبو وروسته افغان لوبغاړو ډېر څه زده کړي دي.

د نوموړي په خبره ننګرهار کې د تمریني کمپ په پایله کې د غوراوي کمیټه وتوانېده، چې د الف او ۱۹ کلنو د لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره کړي.

د شهزاده مسعود په وینا له پخواني کپتان او نورو کرېکټ چارواکو سره په سلا مشوره، د اوږده مهال لپاره ښاغلي عیسی خیل ته دغه دنده ورکړل شوې ده.

له ګاونډیو سره اړیکې

د شهزاده مسعود په وینا دوی هڅه کوي، چې له هغو هېوادونو سره، چې کرېکټ په کې کېږي، د ټینګو اړیکو جوړولو لپاره هڅې وکړې، چې په همدې لړ کې په دا وروستیو کې د دې ادارې یو پلاوی پاکستان ته او بل هند تللي دي.

هغه زیاته کړه، د پاکستان او هند د کرېکټ بورډونو له چارواکو سره یې په دې اړه خبرې وکړې. د نوموړي په وینا پاکستاني کرېکټ چارواکو ورسره په تخنیکي برخو کې او دغه راز د لوبڅارۍ او روزونکو په برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې.

نوي کپتان محمد نبي عیسی خیل بي بي سي ته وویل، چې هوډ من دی، په راتلونکي کې به د افغان کرېکټ د ودې او پیاوړتیا لپاره او همدا راز د لوبغاړو د یو موټی ساتلو لپاره له خپل ټول توانه کار واخلي.

نوموړي زیاته کړه، چې هند هم د کرېکټ بورډ له چارواکو سره د هر اړخیزو مرستو ژمنه ورسره وکړه.

شهزاده مسعود وویل، دوی پلان لري چې له ګاونډیو هېوادونو سره لومړی او وروسته په نړیواله کچه د کرېکټ په برخه کې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي.

له دې سره د ملي لوبډلې د یونیفورم په رنګ او ډیزاین کې هم بدلون راوستل شوی.

شهزاده مسعود وویل، چې د پخواني یونیفورم بڼه یو څه پیکه وه، ځکه یې له لوبغاړو او مالي ملاتړ کوونکو سره په مشوره د لوبغاړو لپاره نوی اودي (پوخ اسماني) رنګه نوی یونیفورم جوړ کړ.

نوي کپتان محمد نبي عیسی خیل بي بي سي ته وویل، چې هوډ من دی، په راتلونکي کې به د افغان کرېکټ د ودې او پیاوړتیا لپاره او همدا راز د لوبغاړو د یو موټی ساتلو لپاره له خپل ټول توانه کار واخلي.

مرکزي دفتر

په ورته مهال افغانستان د کرېکټ بورډ د مرکزي دفتر پرانیسته هم وشوه. د کرېکټ چارواکو په وینا له دې مخکې دوی د کرایې په کورونو کې خپل دفتري کارونه کول، خو له دې وروسته به د کابل حضوري چمن ته څېرمه د کابل کرېکټ لوبغالي په ساحه کې خپل مرکز ولري او ټول اړوند کارونه به همدلته تر سره کېږي.

د افغان کرېکټ بورډ چارواکو په وینا د کرېکټ نړیوالې شورا هم شرط درلود ، چې دوی باید خپل مرکز پخپل لوبغالي کې ولري.

د دوی په وینا د یاد مرکز د ودانیزو چارو لګښت د کرېکټ بورډ له پرمختیايي بودېجې، چې د یوه کال لپاره یو میلیون ډالره دي، ورکړل شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .