له قطغنه تر ریال ماډريډه

د خپريدو وخت: 15:02 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

ځوانان د فوټبال لوبغاړو سره ډېره مینه لري نو ځکه غواړي خپل ځان هم د هغوی په شان جوړ کړي.

د کابل په زړه کې د یو لوبغالي د باندي په لسګونه افغانان د ورځني ژوند پرمخ بېولو لپاره په سپکو او درنو کارنو بوخت دي خو د لوبغالي دننه بیا په لسګونه ځوانان په سپورت او ورزشي چارو بوخت دي چې وزن کم کړي.

د لوبغالي دننه په لوړ غږ غربي موزیک چالان دی خو ناببره د موزیک سټایل او طرز له لوېدیځې بڼې د هېواد قطغني موزیک ته واوښت.

د قطغني سندرې په اورېدو ټول لوبغاړي له ځایه پاڅېدل او له ورایه داسې ښکارېده چې په لوبغاړو کې یو وار بیا د شور او مستۍ ځواک په ټوپونو شو.

دا په قطغني موزیک کې د افغان سندرغاړي مسعود همنوا نوې سندره ده چې په دري يې وايي: "ژوندی دی وي ریال ماډریډ . کریسټاینو رونالډو، له تاسره مینه لرو."

په دې کې شک نشته چه ریال ماډریډ په نړۍ کې د فوټبال وتلی او پیاوړی ټیم دی. خو په زړه پورې دا ده چې د داسې پیاوړي ټیم فوټبال ستوري رونالډو په اړه قطغني سیمه ییزه سندره له ورایه دا په ډاګه کوي چې نن سبا په لوړه کچه او د هېواد په هره برخه کې نړۍ ته دروازه پرانیستل شوې او افغانانو له لوبو سره مینه اولوالیتا پیدا کړې.

ډېر کله ډېری سندرغاړي یا د جګړو او ناخوالو په اړه یا د مینې او ښکلا او یا هم د هېواد پالنۍ او بې وزلۍ په اړه سندرې وایي خو دا لومړی ځل دی چې د ریال ماډریډ او یا هم د نړیوال سپورت په اړه سندره ويل کېږي.

سندره د سندرغاړي په ښکلي غږ، د کرسټیانو رونالډو په انځورونو، لوړ قطغني سور او په ساده مسریو ویل شوې.

د بېلګې په ډول د ځینو مسرو پر اورېدو به دې ارو مرو خوله ورته له مسکا او خندا ډکه شي:

ژوندی دې وي ریال ماډریډ

رقیبه زور مه وهه ماتولی يې نه شې

که څه افغانانو لا له ډېر پخوا له لوبو سره مینه وه خو پام یې ډېر سیمه ییزو لوبو ته وو.

خو په تېرو لسو کلونو کې د رسینو پرمختګ په دغه هېواد کې د دې لامل شوی چه افغانان د نړۍ په اړه فکر وکړي او له نړیوالو لوبو سره هم مینه اولیوالیتا پیدا کړي .

۲۹ کلن محمد رفیع چې په کابل کې ټکسي چلوي وايي ډېری وخت غواړي داسې سندرې واوري چې د لوبو په اړه وي. په ځانګړي توګه د لوېدیځو لوبو.

په کابل کې د ريال مادرید لوبغاړي کرستیانو رونالدو عکسونه هر ځای لګېدلي دي.

محمد رفیع وایي تلوېزیون ته په کتو یې د فوټبال نړيوالو لوبو سره ډېره مینه پیدا شوې‌ نو ځکه چې هر وخت نړيوالې ‌لوبې کېږي خامخا یې ګوري.

که د بارسولونا لوبه وي‌ نو بیا یې ټکسي هم په کور کې درولي وي او یوازې پر تلوېزیون لوبه ويني:

"له فوټبال سره مې ډېره زیاته مینه پیدا شوې، په ځانګړي ډول کله چې د بارسولونا ټیم لوبه کوي نو خامخا یې وینم. د همدې لوبو لپاره مې کور ته کېبل را تېر کړی."

د لوبو په اړه دا سندرې له ورایه دا په ډاګه کوي چې افغانانو څومره له لوبو سره مینه ډېره شوې.

د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه د غوره لیک په نامه د یوه خصوصي تلوېزیون له خوا د فوټبال لوبو پیل او د لوبو لیدو ته د زرګونو افغانانو ور تلل د هېواد په کچه د لوبو په ډګر کې یو مثبت بدلون ښيي.

خو نړیوال فوټبال ټیمونو داسې د ځوانانو په زړه کې ځای نیولی چې ان ځینې بیا د ځوانانو له همدې لیوالتبا خپل ورځنی عاید ګټي.

په کابل ښار کې د جمشید سلمانۍ هټۍ داسې ښکاري‌ چې ته به وایې د لوبو مرکز دی ځکه د هټۍ پر دروازه یې ټول د بارسولونا او ریال ماډریډ د فوټبال ستورو انځورونه لګولي دي.

جمشید وایي ځوانان د فوټبال د دغو لوبغاړو سره ډېره مینه لري نو ځکه د انځورونو په کتلو د ده چړې ته سر تیټه وي چې د ویښتانو سټایل د لوبغاړو په څېر ور جوړ کړي.

"نن سبا د ځوانانو له همدې لوبغاړو او د هغوی له سټایل سره ډېره مینه ده نو ماهم د باندی او هم د هټۍ دننه د همدې وتلو لوبغاړو انځورونه لګولي او د ځوانانو په خوښه ورته د لوبغاړو په څېر د ویښتانو سټایل جوړوم. هم مې عاید ښه دی او هم ځوانان را څخه خوښ دي."

جمشید وایي ځوانانو ته په لیدو، د ده هم له لوبو سره ډېره مینه پیدا شوې او اوس چې وزګار وي په خپله هټۍ کې پر تلوېزیون د لوبې ننداره کوي:

"د طالبانو پر مهال هر څه بند وو.هغه یوه توره دوره وه خو اوس هرڅه ښه دي. موږ نړۍ ولیده، او زموږ ځوانان هم د پرمختګ په حال کې دي."

خو له نړیوالو لوبو سره مینه یوازې په کابل کې پای ته نه رسېږي، ‌ بلکې په ولایتونو کې هم ځوانان نن سبا د فوټبال نړیوالو ټیمونو په اړه خپل نظرونه ورکوي او بحثونه پرې کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .