افغان کريکټ لوبډله له سکاټلنډ سره ۲ مهمې لوبې لري

د خپريدو وخت: 16:11 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

افغان لوبډله به په دې هيله وي چې د ورو يا سپين بالرانو په شته والي کې به سکاټلنډي لوبغاړي را ايسار کړي.

د مارچ په شپږمه او اتمه نېټه د متحدو عربو اماراتو په شارجه لوبغالي کې د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ دوه رسمي نړيوالې يو ورځنۍ لوبې له څو پلوه دواړو هېوادونو ته خورا مهمې دي.

د دې دوو لوبو ګټونکي به د ٢٠١٥ کال نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي په لار کې لوى ګام اخيستى وي.

د اتو هېوادونو په دغو سياليو کې تر اوسه اته لوبې شوي دي چې د هرې لوبې ګټونکي دوه پواينټونه خپل کړي.

افغانستان يوازې اووه پواينټونه لري او په پنځم نمبر کې پروت دى.

سکاټلنډ ١١ پواينټونه لري او له ايرلنډ څخه د دوو پواينټونو په توپير په دويم مقام کې دى.

د دغو اتو هېوادونو له ډلې به دوه لومړني مخامخ نړيوالو اتلوليو ته لار مومي چې په استراليا کې به د ٢٠١٥ کال په ترڅ کې وشي.

پاتې ششپږ لوبډلې به له څلورو نورو سره چې د غوراوي له پړاوه به وروځي سيالۍ کوي او له هغو ١٠ څخه به دوه نورې هم نړيوالو اتلوليو ته لار مومي.

که افغانستان سکاټلنډ ته په دواړو لوبو کې ماتې ورکړه نو له هغوى سره به يې پواينټونه مساوي شي او په دې ډول به مخامخ اتلوليو ته د رسېدا امکا لا ډېر ولري.

له سکاټلنډ وروسته افغانستان له نمېبيا او کينيا سره مخامخېدونکى دى چې ظاهرآ تر نورو ضعيف ښکاري او د افغانستان د بري امکان ښايي په کې ډېر وي.

سکاټلنډ هم له کينيا سره مخامخ دى خو بل سيال يې بيا ايرلنډ دى چې ګټل ترې اسانه نه دي.

افغان لوبډلې سکاتلنډ ته په شل اوريزو سياليو کې په اسانۍ ماتې ورکړه هغو برياليتوبونو ته په پام سره ښايي يو ورځنۍ لوبې هم ګرانې نه وي.

خو سکاټلنډ په يو ورځنيو لوبو کې ښه لوبه کوي او تجربه لري.

افغان لوبډله به په دې هيله وي چې د ورو يا سپين بالرانو په شته والي کې به سکاټلنډي لوبغاړي را ايسار کړي.

نوى کپتان محمد نبي اوس تر بل هر وخت ښه لوبه کوي.

حمزه هوتک ، سميع الله شينوارى او ګڼ نور ورو بالران هم شته چې سکاتلند کابو کولى شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .