افغانستان سکاټلنډ ته په اوو ویکیټو ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 12:49 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

افغان لوبډلې تیزه لوبه پیل کړه.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د سکاټلنډ لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. د دغې یوې ورځنۍ لوبې پچه یا ټاس سکاتلند وګټله او لومړی یې خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله.

د سکاټلنډ لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې ۱۹۹ منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې لپاره یې ۲۰۰ منډې هدف وټاکه.

افغان توپ وهونکي وتوانېدل چې دوه لومړۍ ویکټې ژر ژر واخلي، خو وروسته بیا لوبغاړي ټینګ شول او یوه اوږده ملګرتیا یې وکړه. خو وروسته یې ویکټې یو په بل پسې وغورځېدې.

ګلبدین نایب نن ډېره ښه توپ وهنه وکړه، په نهو اورونو کې یې یواځې ۳۱ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. حمید حسن او دولت ځدراڼ دوه دوه ویکتې واخیستې.

"افغان توپ وهونکي وتوانېدل چې دوه لومړۍ ویکټې ژر ژر واخلي، خو وروسته بیا لوبغاړي ټینګ شول او یوه اوږده ملګرتیا یې وکړه. خو وروسته یې ویکټې یو په بل پسې وغورځېدې."

افغان لوبډلې تیزه لوبه پیل کړه، خو په سر کې یې دوه ویکټې ډېر ژر له لاسه ورکړې. شهزاد محمدي په ۱۹ منډو او اصغر ستانکزی په اوو منډو وسوځېدل.

خو نوروز منګل او سمیع الله شنواري تر ډېره لوبه وکړه. نوروز منګل خپل سلیزه پوره کړه، شپږ شپږیزې او اته څلوریزې یې ووهلې. نوروز وتوانېد چې په ۹۶ توپونو ۱۱۲ منډې جوړې کړي

سمیع الله شینواري هم ډېره ښه لوبه وکړه او خپله پنځوسیزه یې پوره کړه او په د۳۳ اور کې یې ټاکلی هدف پوره کړ.

وړاندې تر دې هم افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دوو ۲۰ اوریزو سیالیو کې د سکاټلنډ لوبډلې ته پرله پسې ماتې ورکړې وې. دغه سیالۍ د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .