سویلي افريقا پاکستان ته لويه ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 16:03 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

د پاکستان په لوبډله کې څلور پښتانه لوبغاړي لوبېدل.

په بلومفونتین ښار کې د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې کپتان مصباح الحق د پچې تر ګټلو وروسته سويلي افريقا ته د منډو بلنه ورکړه.

د کوربه هېواد منډه جوړونکو ښايي ډېر ژر مصباح په خپله پريکړه پښېمانه کړی وي.

د اینګرم ناسوځېدلیو ۱۰۵ منډو او د اې بي دي ويلیریس ۶۵ منډو دومره هدف وټاکه چې پاکستان ته يې پوره کول ناشوني ښکارېدل.

د پاکستان په لوبډله کې څلور پښتانه لوبغاړي لوبېدل.

یونس خان، شاهد اپریدی، عمر ګل او جنید خان هر یو په خپل وار خطرناک لوبغاړي دي خو په دې کې جنید خان یو کس وسوځاوه.

شاهد او عمر ګل په بالېنېګ کې ونه چلېدل.

د منډو پر وخت یونس خان ۳۰ وکړې خو شاهد اپریدی و چې په ۱۶ توپونو يې ۳۴ منډې وکړې او وروستی سوځول شوی لړوبغاړی و.

شاهد اپریدي درې شپږيزې او دوه څلوریزې ووهلې.

خو د شاهد تېزې لوبې هم پاکستان له لويې ماتې ونه ژغوره.

د پاکستان ټوله لوبډله يوازې په ۱۹۰ منډو وسوځېده او په دې توګه يې لوبه په ۱۲۵ منډو وبایلله.

پاکستان په سویلي افریقا کې د پنځه ورځنیو لوبو لړۍ درې صفر وبایلله خو یوازینۍ شل اوریزه لوبه يې وګټله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .