په ۴ ورځنۍ لوبه کې افغانان پر سکاتلنډ برلاسي شوي

د خپريدو وخت: 13:57 گرینویچ - سه شنبه 12 مارچ 2013 - 22 کب 1391

میرویس درې کسه وسوځول خو عزت الله دولتزي ورسره خپل کمال وښود.

د لویو وچو د اتلولیو يا انټرکانینینتل کپ دا څلور ورځنۍ سیالي په ابوظهبۍ کې له هغې شېبې د افغانستان په ګټه روانه شوه چې پچه کپتنان محمد نبي وګټله.

ده سکاتلنډ ته د منډو بلنه ورکړه.

په همدې لوبغالي نژدې دوه کاله وړاندې افغانستان د همدې سیالیو په پالوبه کې په اسانۍ سکاتلنډ ته ماتې ورکړې وه.

خو هغه وخت حمید حسن روغ او ښه سر کې لوبه کوله.

دا لوبډله د حمید حسن او شاپورځدراڼ په نشتوالي کې میدان ته ورغلله.

په لوبډله کې دوه نوي لوبغاړي رحمت شاه زرمتی او محب الله اوریاخیل شامل شوي وو.

په بالرانو کې، له هالنډ سره په تېره لوبه کې د افغانستان د لوبې غوره لوبغاړی عزت الله دولتزی هم و.

سکاتلنډ ښه پيل درلود او د افغانستان د لومړنیو دوو بالرانو دولت ځدراڼ او عزت الله دولتزي ښه مقابله يې کوله.

۲۱ منډې يې وې لا يې څوک نه و سوځيدلي چې کپتان محمد نبی د کندز میرویس اشرف ته توپ وسپاره.

"د لویو وچو په سیالیو کې افغانستان اوس په دویم نمبر دی، ایرلنډ چې اوس له اماراتو سره لوبه کوي لږ وړاندې دی."

له همدې شېبې سکاتلنډ مخ په ځوړ روان شو.

میرویس درې کسه وسوځول خو عزت الله دولتزي ورسره خپل کمال وښود.

عزت پر له پسې ۱۳ اوورونه وکړل او د سکاتلنډ شپږ لوبغاړي يې وسوځول.

سکاتلنډ په ۱۲۵ منډو وسوځيد خو د وروستي کس لپاره يې د څو پنځوسو ملګرتیا که نه وای ښايي تر ۱۰۰ يې هم کمې منډې درلودای.

په ځواب کې نوروز منګل او شبیر نوري ميدان ته راووتل.

نوروز تیزه او شبیر محتاطه لوبه پیل کړه.

افغانستان ۳۹ منډې کړې وې چې نوروز منګل په ۱۹ منډو وسوځید.

اصغر ستانکزي له شبیر سره ورو خو ډاډه لوبه وکړه.

شبیر په یو سلو څو توپونو ۳۳ او اصغر خوندورې ۴۱ منډې وکړې.

کله چې دوی دوه هم ژر وسوځيدل دواړه نوي لوبغاړي رحمت او محب سره جوړه شول.

رحمت شاه زرمتی داسې ښکاره شو چې کلونه يې دا لوبه کړې وي خو ملګری يې له هيلو سره سم وارخطا و.

د محب په سوځيدا محمد شهزاد لوبې ته راغی.

شهزاد په ځلور ورځنیو لوبو کې د افغانستان تر ټولو بریالی لوبغاړی دی چې تر ۱۰۰۰ ډيرې منډې په کې لري.

د ده د منډو اوسط تر ۵۰ اوښتی دی.

له رانګ سره سم يې په یوه اوور کې پنځه څلوریزې واخیستې او سکاتلنډیان يې هېښ کړل.

د لومړۍ ورځې په پای کې افغانستان ۱۵۰ منډې لري او يوازې څلور کسه يې سوځيدلي دي.

افغانستان تر سکاتلنډ ۲۵ منډې وړاندې دی او په دې توګه د شپږو پواینټونو څښتن شو.

د لویو وچو په سیالیو کې افغانستان اوس په دویم نمبر دی، ایرلنډ چې اوس له اماراتو سره لوبه کوي لږ وړاندې دی.

خو د اتو لوبډلو په دې سیالیو کې د سر دوه لوبډلې پایلوبه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .