کرېکټ: افغانستان سکاټلنډ ته سخته ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 06:54 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391

په دې سره افغانستان له سکاټلنډه پنځه پرله پسې لوبې وګټلې.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ابوظبي کې د سکاټلنډ لوبډلې ته په څلور ورځنیو لوبو کې سخته ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ ورځ پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او سکاټلنډ ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

سکاټلند په لومړۍ پاڼه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې بیا په لومړۍ پاڼې کې ۲۷۵ منډې وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼه کې بیا هم سکاتلندیان افغان توپ اچونکو ته ټینګ نه شول او ټول لوبغاړي په ۱۴۵ منډ وسوځېدل.

په دې سره افغانستان دغه سیالي په یوه اننګز او پنځو اضافي منډو سره وګټله.

د افغانستان توپ اچونه ډېره پیاوړې وه، او عزت الله دولتزی وتوانېد چې په دوو پړاونو کې یوولس سکاتلندي لوبغاړي وسوځوي. دولت ځدراڼ او میرویس اشرف هم څلور څلور لوبغاړي له مخې لېرې کړل.

په ټسټ لوبو کې نوي افغان لوبغاړي رحمت شاه ډېره ښه لوبه وکړه او د ۶۷ منډو په جوړولو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

په دې سره افغانستان له سکاټلنډه پنځه پرله پسې لوبې وګټلې، په دغو لوبو کې دوه شل اوریزې، دوه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ یا ټسټ لوبه وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .