انګلش پریمیر لیګ، د نړۍ تر ټولو مخکښ فوټبال لیګ

د خپريدو وخت: 18:06 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391

د پریمیرلیګ لوبې په لومړي ځل په ۱۹۹۲ کال کې پیل شوې.

فوټبال د نړۍ په کچه تر ټولو مخکښه، مشهوره او په زړه پورې لوبه ګڼل کېږي.

انګلیسان ورته ګیم اف پاور یا د ځواک لوبه وایي. اصطلاح یې تر ډېره حده سمه هم ده ځکه دغه لوبه د څه باندې ۹۰ دقیقو په ټاکلي وخت کې ډېرې جالبې او زړه راښکونکې صحنې لري.

دغه لوبه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونه مینه وال لري.

د لوبې د شهرت له کبله د نړۍ ځینې هېوادونو له ډیر پخوا راهیسې د فوټبال د لوبې شخصي لیګونه په لاره اچولي، چې په دغه لیګونو کې د نړۍ شتمن خلک پانګونه کوي.

په شخصي لیګونو کې د اروپا لالیګا، چیمپینزلیګ او د انګلستان پریمیرلیګ تر نورو وړاندې دي او د نړۍ مخکښه لوبغاړي په دغه لیګونو کې د بیلابیلو کلبونو لپاره لوبېږي.

دانګلستان پریمیر یا غوره لیګ

په دغه لیګ کې د نړۍ د بېلابیل هېوادونو وتلي لوبغاړي لوبه کوي نو له دې کبله یې لوبه خورا په زړه پورې او خوندوره وي. دپریمیرلیګ فوټبال د لوړې کچې فوټبال بلل کیږي، همدا لامل دې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لیدونکي او مینه وال لري. د دغو سیالیو له پیل څخه بیا تر پایه دا اټکل ډیر ستونزمن وي چې کومه لوبډله یاکلب به ګټونکې وي.

مانچسټریونایټډ یوازینې کلب دې چې په تېروشلوکلونو کې یې ۱۲ ځل د دغو لوبو اتلولي ترلاسه کړې ده

د پریمیرلیګ لوبې په کال کې ۱۰ میاشتې دوام لري. ټولټال شل کلبونه په دغه لیګ کې ګډون لري، او هره یوه لوبډله په لوبیزکال کې ۳۸ لوبې کوي.

ټولې ۲۰ لوبډلې په لوبیزکال کې دوه ځل سره مخامخ کېږي، چې یوه سیالي د یوې لوبډلې په کور دننه (هوم ) کې ترسره کېږي او دویمه لوبه د سیالې لوبډلې په کوردننه کې ترسره کېږي.

په انګلستان کې د پریمیرلیګ لوبې عموما د شنبې او یکشنبې په ورځ ترسره کېږي. دغه دوه ورځې په انګلستان کې اونیزه رخصتي وي، د اونۍ په نورو ورځو کې خلک په کارونو بوخت وي، نو له دې امله دپریمیرلیګ زیاتې لوبې د مهال ویش سره سم د رخصتیو پر ورځ ترسره کیږي، تر څو مینه وال وکولای شي، د لیدو لپاره لوبغالي ته ورشي او یا یې هم له کور څخه د تلویزیون په پرده ننداره کړې.

د پریمیرلیګ لوبو لنډه تاریخچه

د انګلستان پریمیرلیګ د روان لوبیزکال تر پای ته رسیدو سره سم شل کلن شو. شاوخوا دوه لسیزې وړاندې په ۱۹۹۲ کال کې په لومړي ځل د پریمیرلیګ لوبې پیل شوې.

د پریمیرلیګ د سیالیو په لومړي سیزن (لوبیزکال) کې ۲۲ کلبونو برخه درلوده.

د پریمیرلیګ لومړې ګول د شیفیلډ یونایټډ برایان ډینز د اګست په ۱۵ نیټه د مانچسټر یونایټډ پر وړاندې لوبه کې ترسره کړ.

دغه لوبه چې د پریمیرلیګ سیالیو لومړۍ لوبه وه مانچسټر یونایټډ وګټله.

د پریمیرلیګ د لومړي لوبیزکال ټوله پانګونه شاوخوا ۷۰ میلیونه ډالره وه.

د تیرو دوولسیزو په اوږدو کې پریمیرلیګ د نړۍ د مخکښه لیګونو په کتارکې راغلې.

د پانګونې کچه یې هم خورا لوړه شوې، خو د لوبډلو شمېر یې له ۲۲ څخه ۲۰ ته راکوز شوې.

مانچسټریونایټډ یوازینې کلب دې چې په تېروشلوکلونو کې یې ۱۲ ځل د دغو لوبو اتلولي ترلاسه کړې ده.

د پریمیرلیګ دوولسیزو ته یوه لنډه کتنه

"په ۲۰۰۴ کال کې د ارسنل لوبغاړې تیري هنري هم د هغو لوبغاړو په کتارکې راغې چې په یوه لوبیزکال کې یې تر۳۰ زیات ګولونه وهلي وو."

۱۹۹۲/۹۳

د پریمیرلیګ لوبې په په دغه کال کې پیل شوې. د پریمیرلیګ په لومړي لوبیز کال کې ټولټال ۲۲ کلبونو برخه درلوده.

د لیګ لومړۍ لوبه د شیفیلډ یونایټډ او مانچسټریونایټډ ترمنځ داګست په ۲۵ نیټه ترسره شوه.

د پریمیرلیګ لومړی ګول د شیفیلډ یونایټډ لوبغاړي براین ډینز وهلې. د پریمیرلیګ د لومړي لوبیزکال ټول عاید څه باندې ۷۰ میلیونه ډالر دي.

د لومړي پریمیرلیګ اتلولي د مانچسټریونایټډ په برخه شوه.

۱۹۹۳/۹۴

په دغه کال دپریمیرلیګ لوبې د لومړي ځل لپاره د کارلینګ په نوم برانډ لخوا سپانسر شوې، او دپریمیرلیګ نوم هم په کارلنګ پریمیرشپ وا وخت.

مانچسټر یونایټډ د دویم ځل لپاره د پریمیرلیګ اتلولي خپله کړه. په دغه کال کې کې د نیوکاسټل یونایټډ لوبغاړي انډي کول ۳۴ ګولونو وکړل چې په یوه لوبیزکال کې تر ټولو ډیر ګولونه دي

۱۹۹۴/۹۵

په دغه کال د پریمیرلیګ اتلولي بلیک برن راورز وګټله. دوي د لوبیزکال په وروستۍ ورځ دغه اتلولي ترلاسه کړه.

۱۹۹۵/۹۶

له یوه کال ځنډ وروسته په دغه کال مانچسټر یونایټډ د دریم ځل لپاره د پریمیرلیګ اتل شو. په دغه لوبیزکال کې د پریمیرلیګ لوبډلو شمیر له ۲۲ څخه ۲۰ ته راکوز شو.

مانچسټر یونایټډ د پریمیرلیګ یو بل کلب ایپ سویچ ټاون ته ۹-۰ ماتې ورکړه چې د پریمیرلیګ لوبو تر ټولو لویه ماتې وه.

۱۹۹۶/۹۷

"په ۱۹۹۹ کال کې د پریمیرلیګ کلنې عاید تر څلورسوه میلیونو ډالرو واوښت."

په دغه کال ارسنل چې دپریمیرلیګ یو وتلې کلب دې، ارسنې وینګر یې خپل نوې روزونکی وټاکه.

مانچستریونایټډ یو ځل بیا د پریمیرلیګ اتلولي وګټله، او ډیویډ بیکهم چې مانچسټریونایټډ لپاره لوبیده، د کال غوره ځوان لوبغاړې ونومول شو.

۱۹۹۷/۹۸

په دغه لوبیزکال کې بیا اتلولي له یونایټډڅخه ارسینل ترلاسه کړه، او په لومړي ځل یې د پریمیرلیګ لوبې وګټلې.

د ارسنل روزونکی ارسنې وینګر لومړې بهرنې روزونکې شو چې په انګلستان کې یې د ځایې کلب د روزنې پر مهال د پریمیرلیګ لوبې ګټلي.

۱۹۹۸/۹۹

په دغه کال مانچسټر یونایټډ ډیرې لاستې راوړنې درلودې، د سرایلیکس فرګوسن تر روزنې لاندې یې د پریمیرلیګ ترڅنګ، اروپایې چیمپینزلیګ او د ایف اې کپ اتلولۍ وګټلې.

د پریمیرلیګ کلنې عاید تر څلورسوه میلیونو ډالرو واوښت.

۱۹۹۹/۲۰۰۰

د دغه کال پریمیرلیګ لوبې یو ځل بیا مانچسټر یونایټډ وګټلې. په دغه لوبیزکال کې ټولټال ۱۰۶۰ ګولونه ووهل شول، چې د تیرو لوبو په پرتله خورا زیات وو.

۲۰۰۰/۲۰۰۱

مانچسټر یونایټډ دا کال هم د پریمیرلیګ اتل شو، او په دې ډول سرالیکس فرګوسن لومړې روزونکې شو چې پرله پسې درې ځل یې د پریمیرلیګ لوبو اتلولي وګټله.

۲۰۰۱/۲۰۰۲

ارسنل په دغه کال په دویم ځل د پریمیرلیګ لوبې وګټلې، او خپلو ټولو لوبو کې یې ګولونه ووهل. د پریمیرلیګ کلنې عاید نږدې ۶۰۰ میلیون ډالرو ته ور پورته شو.

۲۰۰۲/۲۰۰۳

په ۲۰۰۸ کال کې د یونایټډ ګول وهونکي کرسټیا نورونالډو په دغه لوبیزکال کې ۳۱ ګولونه وکړل.

د دغه کال پریمیرلیګ لوبې یو ځل بیا مانچسټر یونایټډ وګټلې.

۲۰۰۳/۲۰۰۴

په دغه کال یو وار بیا ارسنل د پریمیرلیګ اتلولي له مانچسټر یونایټډ څخه واخیسته.

ارسنل د درېم ځل لپاره د پریمیرلیګ لوبې وګټلې.

د ارسنل لوبغاړې تیري هنري هم د هغو لوبغاړو په کتارکې راغې چې په یوه لوبیزکال کې یې تر۳۰ زیات ګولونه وهلي وو. په دغه کال روسي ملیاردررومان ابراموویچ دچیلسي کلب نوې خاوندشو.

۲۰۰۴/۲۰۰۵

په دغه کال د انګلستان یو ستر بانک بارکلیز دپریمیرلیګ نوې سپانسر شو. جوزې مرینیو د چیلسي کلب روزونکې وټاکل شو، او په لومړي کال کې یې چیلسي لپاره د ریمیرلیګ اتلولي وګټله.

۲۰۰۵/۲۰۰۶

چیلسي و توانیده چې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي. په دویم ځل یې د پریمیرلیګ سیالۍ وګټلې.

۲۰۰۶/۲۰۰۷

په دغه کال د پریمیرلیګ لوبو اتلولي یو ځل بیا مانچسټریونایټډ وګټله.

۲۰۰۷/۲۰۰۸

په دغه کال د پریمیرلیګ نوم رسما له بارکلیز پریمیر شپ څخه بارکلیز پریمیرلیګ ته تبدیل شو.

په دغه کال کې په لومړي ځل د چیمپینزلیګ فوټبال پایلوبه د دوو انګلیسي کلبونو ما نچسټر یونایټډ او چیلسي ترمنځ ترسره شوه چې مانچسټریونایټډ وګټله.

د یونایټډ ګول وهونکي کرسټیا نورونالډو په دغه لوبیزکال کې ۳۱ ګولونه وکړل.

۲۰۰۸/۲۰۰۹

په پریمیرلیګ کې د لوبغاړو د پیر او پلور کړکۍ (ټرانسفروینډو) په لومړي ځل لس کاله وړاندې په ۲۰۰۳ کال کې پیل شوه

په دغه کال مانچستر یونایټډ په یوولسم ځل د پریمیرلیګ لوبو اتلولي وګټله. د بارکلیز پریمیرلیګ کلنی عاید ۱.۵ میلیار ډالرو ته ورسید.

۲۰۰۹/۲۰۱۰

چیلسي څو کاله وروسته یو وار بیا د پریمیرلیګ لوبو اتلولي له یونایټډ څخه واخیسته او د دریم ځل لپاره یې دا ویاړ ترلاسه کړ.

۲۰۱۰/۲۰۱۱

مانچسټر یونایټډ د دولسم ځل لپاره د پریمیرلیګ لوبو اتلولي وګټله. د دغه لوبیزکال په اوږدوکې په ۵ فبروري په یوه ورځ، د ۸ بیلابیلو لوبو په ترڅ کې ټول ۴۱ ګولونه وشول چې یوځانګړې ریکارډ دې.

۲۰۱۱/۲۰۱۲

دغه لوبیزکال څو میاشتې وړاندې پای ته ورسید. د مانچسټرسټي ګول وهونکي اګویرود لوبې په وروستۍ دقیقه کې ګول وواهه او مانچسټرسټي په لومړي ځل د پریمیرلیګ لوبو اتلولي وګټله.

یو بل انګلیسي کلب چیلسي هم وتوانید چې خپل لومړۍ چیمپینزلیګ کپ وګټي.

د انګلستان پریمیرلیګ د پانګونې او د پیسو د مصرف له اړخه په پرتلیزډول تر نورو لیګونه مخته دې، او هرکال په دغه لیګ کې د بیلا بیلو کلبونو له خوا په میلیاردونه ډالره پانګونه کېږي.

دغه لیګ په کال کې دوه ځل د لوبغاړو د پیر او پلورځانګړې کړکۍ (ټرانسفروینډو) پرانیزې، چې له لارې یې بیلابیل کلبونه نوي لوبغاړي اخلي او یا هم خپل لوبغاړي پر نورو کلبونو پلوري.

دپیراوپلورکړکۍ (ټرانسفروینډو)

په پریمیرلیګ کې د لوبغاړو د پیر او پلور کړکۍ (ټرانسفروینډو) په لومړي ځل لس کاله وړاندې په ۲۰۰۳ کال کې پیل شوه، چې له امله یې د پریمیرلیګ د کلبونو تر منځ د لوبغاړو د انتقالیدو پروسه یو څه اسانه شوه، او ترڅنګ یې د لوبغاړو په قیمتونو کې هم د پام وړ لوړوالې راغې.

په ۲۰۰۹ کال کې چیلسي څو کاله وروسته یو وار بیا د پریمیرلیګ لوبو اتلولي له یونایټډڅخه واخیسته او د دریم ځل لپاره یې دا ویاړ ترلاسه کړ.

د لوبغاړو د پیر او پلور لومړۍ کړکۍ هرکال د لوبیزکال د وروستۍ لوبې سر ته رسیدو سره سم پیلیږي او داګست تر۳۱ نیټې دوام لري.

د دغې کړکۍ له لارې بیلابیل کلبونه په رسمي ډول له نورو کلبونو څخه لوبغاړي اخلي.

همدا ډول ځینې لوبغاړي په خپله هم کولای شي چې د خپلې خوښې کلب ته ورشي، او هغوي لپاره په لوبیدو کې دلچسپي ښکاره کړي، که سره په بیه کې جوړ شي نو د کلب او لوبغاړي تر منځ د دواړو په خوښه د یوه ځانګړې مودې لپاره تړون ترسره کېږي.

د لوبغاړ یو د پیر او پلور دویمه کړکۍ د جنوري میاشت په لومړۍ نیټه پرانستل کېږي، او د جنوري پر ۳۱ نیټه تړل کېږي.

بیلابیل کلبونه خپلې بودیجې ته په کتو او د پلان سره سم لوبغاړي په نظرکې لري او د ترلاسه کولو هڅه یې کوي.

د انګلستان د پریمیرلیګ بیلابیلو کلبونو په تیره یوه لسیزه کې څه باندې شيږ میلیاره امریکایې ډالره د لوبغاړو په پیر او پلور مصرف کړي دي.

د پانګونې په کتارکې رومان ابراموویچ د چیلسي د کلب خاوند په لومړي نمبرکې دې.

ده په تیرو لسو کلونو کې پرخپل کلب تر ټولو زیاتې څه باندې ۱۰۰۰ میلیونه امریکایې ډالره پانګونه کړې.

ت رچیلسي وروسته د مانچیسترسټي کلب په دویم او لیورپول په دریم نمبر دي.

مانچیسترسټي پرخپل کلب نږدې اته سوه میلیونه او لیورپول بیا اوه سوه میلیونه ډالره مصرف کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .