د لندن اولمپیک لوبغالی فوټبال کلب په کرايې ونیوه

د خپريدو وخت: 14:10 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

د برتانیا د لوبو چارواکي هیله لري چې په همدې لوبغالي کې به په رالوتکي کې د ځغاستو نړیوالې سیالۍ هم کوي.

د ۲۰۱۲ کال اولمپیک لوبو ته جوړ شوی ځانګړی لوبغالی د لندن په ختیځ کې فوټبال کلب وېسټ هام ته په کرایه منل شوی دی.

وېسټ هام کلب به د کال نژدې درې میلیونه ډالر د کرایې په توګه ورکوي.

خو فوټبال کلب باید تر ۲۰۱۶ کال پورې صبر وکړي چې پر لوبغالي نور کار بشپړ شي.

دغه لوبغالی د ۸۰ زره نندارچیانو لپاره جوړ شوی وو.

د فوټبال لپاره يې چمن سم دی خو د نندارچیانو د ناستې ځای له چمنه په پرتلیزه توګه لرې دی ځکه چې شاوخوا د ځغاستې کرښې دي.

چارواکي نه غواړي چې د ځغاستې ځای له دغه لوبغالي لرې شي.

د برتانیا د لوبو چارواکي هیله لري چې په همدې لوبغالي کې به په رالوتکي کې د ځغاستو نړیوالې سیالۍ هم کوي.

په همدې دلیل غوښتنه دا ده چې وېسټ هام کلب پر دې لوبغالي نژدې درې سوه میلیونه ډالر ولګوي چې د فوټبال پر وخت د نندارچیانو ځای چمن ته نژدې وساتي او د ځغاستو پر وخت عادي حالت ته ستون شي.

ویست هام دا هم غواړي چې د نندارچیانو څوکۍ له ۹۰ زرو ۶۰ زرو ته کمې کړي.

د ویست هام کلب څښتن دیوید ګولډ وايي: "موږ یوازې په دې شرط دې لوبغالي ته ځو چې د لوبې د نندارې پر وخت نندارچیان اړ نه وي چې له لیرې ځايه لوبه وګوري. دا خورا ښه موقع ده چې موږ ته تیار لوبغالی په لاس راځي یوازې ستونزه دا ده چې د لوبغالي بڼه سم لاسي فوټبال ته جوړه نه ده."

د لندن د ۲۰۱۲ کال اولمپیک لوبو تنظیموونکو له ډېره وخته ویل چې دوی به له ټولو نویو جوړو شویو لوبیزو مرکزونو تر سیالیو وروسته هم مثبته ګټه اخلي.

ډېرو اندېښنه لرله چې د ډېرو نورو ښارونو په څېر ښايي د لندن تر اولمپيک وروسته هم جوړ شوي لوبغالي بې کار او بې ګټې پاتې او وراسته شي.

خو د لندن د اولمپيک ننظیموونکو ویل چې دوی ورته فکر کړی دی.

د وېست هام کلب به د کال نژدې درې میلیونه ډالر حکومت ته کرایه ورکوي او که له فوټبال لوبې پرته نور مراسم په دې لوبغالي کې کېدل د هغو عاید به هم له حکومت سره وېشي.

خو د فوټبال پر وخت د ټکټونو بیه او نور اعلانات به یوازې وېست هام ترلاسه کوي.

د دغه لوبغالي د کرایه کولو لپاره د لندن ځينو نورو فوټبال کلبونو هم هڅه کړې وه خو بخت ورسره یاري و نه کړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .