برازیل: فوټبال لوبغالی تړل شوی

Image caption ځايي چارواکو منلې، چې د مېریکانا لوبغالي د ودانیزو چارو په لړ کې د پېسو له لږوالي سره مخامخ دي.

برازیل کې هغه لوبغالی د نامعلومې مودې لپاره تړل شوی، چې د ۲۰۱۶ د اولمپیک لوبو لپاره په پام کې و. د لوبغالي د تړل کېدو سبب د ودانۍ په بنسټیزه اډانه کې شته نیمګړتیاوې په ګوته شوې دي.

زواؤ ایوالانژ لوبغالی د برازیل په ریو دې جنېرو ښار کې شپږ کاله مخکې جوړ شوی و او د فوټبال لوبو لپاره هم کارول کېده. دغه راز مېریکانا لوبغالی هم د راتلونکي کال د فوټبال لوبو لپاره د چمتو کېدو له پړاوونو تېریږي.

د دغه لوبغالي تړل کېدل د برازیل لپاره یو خجالت بلل کېږي او هغه هم په داسې حال کې، چې په راتلونکو کلونو کې برازیل د لوبو د نړیوالو سیالیو لپاره چمتووالی کوي.

ځايي چارواکو منلې، چې د مېریکانا لوبغالي د ودانیزو چارو په لړ کې د پېسو له لږوالي سره مخامخ دي او له همدې امله یې کار په پڅ ډول پرمختګ کوي.

د اوسني پلان له مخې به په همدې میریکانا لوبغالي کې د فوټبال د نړیوال جام لپاره د پرانیستې لوبه وشي.

په پام کې ده، چې برازیل کې د ۲۰۱۴ کال د جون میاشتې له ۱۲ بیا د جولای تر ۱۳ پورې د فوټبال د نړیوال جام لپاره سیالۍ وشي.

دا به دویم ځل وي، چې برازیل د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربه توب کوي.

برازیل له دې مخکې د ۱۹۵۰ کال د نړیوال جام کوربه و. دغه راز به د برازیل په ریو دې جنېرو ښار کې د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبې وشي، چې سره له اوسه ورته چمتووالی کېږي.

ورته مطالب