کم تجربې افغان لوبډلې دریمه لوبه و نه ګټله

Image caption په تېرو دوو لوبو کې چې افغانستان لومړۍ منډې کړې وې بری يې په برخه شوی و.

په نیپال کې د اسیا د کریکټ شورا د شل اوریزو سیالیو په دریمه لوبه کې د افغانستان کم تجربې لوبډلې له اماراتو ماتې وخوړه.

پچه افغان کپتان محمد نبي وګټله او لومړى يې په خپله د منډو پرېکړه وکړه.

په تېرو دوو لوبو کې چې افغانستان لومړۍ منډې کړې وې بری يې په برخه شوی و.

خو له اماراتو سره هغه وخت سرخوږی پيل شو چې یو له څو محدودو تجربه لرونکو لوبغاړو، کریم صادق، په اول توپ وسوځېد.

یو وخت يوازې په ۱۷ منډو د افغانستان نیمايي لوبغاړي سوځېدلي وو او له لویې ماتې سره مخامخ ول.

خو کپتان محمد نبي له شفیق الله شفق سره په ملګرتیا اماراتو ته د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه.

محمد نبي ۷۲ او شفق ۵۱ منډې وکړې.

له دوی پرته بل لوبغاړی په منډو کې و نه ځلېد.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې په وروستي اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو هدف ترلاسه او لوبه وګټله.

د افغانستان له لوري افتاب عالم، سميع الله شينواري او نسيم بړيڅ د اماراتو يويو لوبغاړى وسوځاوه.

افغانستان تر دې مخکې بحرين او عمان ته ماتې ورکړې وه او خپله څلورمه لوبه به له کويټ سره کوي.

د نيپال په سياليو کې دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو ته غوره کېږي، افغانستان د يو ورځني کریکټ دريځ په لرلو او امارات د کوربه توب له امله لا د مخه د غوراوي پړاو ته لاره پيدا کړې ده.

ښايي له همدې امله افغانستان په دغو سیالیو کې ډېرو نویو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړی چې تجربه ومومي.

محمد شهزاد، اصغر ستانکزی، نوروز منګل، حمید حسن او ځينې نور لوبغاړي په دغو سیالیو کې برخه نه لري.

دا سيالۍ په دوو ګرپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديپ او سینګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويت او بحرين شامل دي.

افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپله کړې او دا ځل به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

ورته مطالب