کرېکټ: افغان لوبډله پاې لوبې ته ووته

Image caption افغانستان په ډېرې آسانۍ او د دریو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ټاکلی هدف په ۱۷ اور کې پوره کړ.

د افغانستان د کرېکیټ ملي لوبډله د آسیا په شل اوریزو لوبو کې هانکانګ ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته. د لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او سیالې لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

هانکانګ د خپلو لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۱۱۰ منډې هدف وټاکه. هانکانګ په پیل کې ډېره تېزه لوبه پیل کړه، خو وروسته افغان توپ اچوونکو لوبه کنټرول کړه.

د هانکانګ ۶۱ منډې وې چې پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل او وروسته تر هغه ویکټې یو په بل پسې غورځېدې او وروستۍ ویکټه په ۱۹ اور کې راپرېوته چې ټولې منډې یې ۱۰۹ ته رسېدلې وې.

په افغان توپ اچونکو کې حمزه هوتک یو ځل بیا ښه وځلېد په څلورو اورونو کې یې یواځې څوارلس منډې ورکړې او د مخالفې ډلې څلور کسان یې اوټ کړل. افغانستان په ډېرې آسانۍ او د دریو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ټاکلی هدف په ۱۷ اور کې پوره کړ.

په افغان لوبډلې کې کریم صادق نجیب الله ځدراڼ ۳۷، فضل نیازي ۲۳، محمد نسیم ۱۴، کریم صادق ۱۴ او محمد نبي عیسی خیل لس منډې جوړې کړې. حمزه هوتک د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دا څلورم ځل دی چې افغان لوبډله د آسیايي شل اوریزو سیالیو پایلوبې ته ووځي.

د عربي متحده اماراتو او نیپال تر منځ د لوبې تر ګټونکي وروسته به معلومه شي چې افغانستان پایلوبه له کومې لوبډلې سره کوي.

ورته مطالب