د کرېکټ اکاډیمۍ جوړولو لپاره د ای سي سي مرسته

Image caption دغه دوه ورځنۍ غونډه د ای سي سي په مرکزي دفتر، چې د متحده عربي اماراتو په دبۍ دی، جوړه شوه.

د کرېکټ د نړيوالې شورا ای سي سي په کلنيزه غونډه کې د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ او د يوې عصري اکاډیمۍ جوړولو لپاره د ٤٢٢ زرو امريکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د ای سي سي په مرکزي دفتر، چې د متحده عربي اماراتو په دبۍ دی، جوړه شوه.

غونډه کې د اى سي سي عمومي رييس الن اساک، د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو او د دويمې او دريمې درجې هېوادونو( ايسو سي اېټ، ايفيلييټ) د کرېکټ ادارو مسوولينو او استازو ګډون درلود.

د افغانستان کرکټ بورډ رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود، د کرېکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او د کرېکټ بورډ د لوړو مهارتونو مسوول بشير ستانکزي په دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب ګډون کړی وو.

د کرېکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد وويل چې په ياده کې غونډه کې يې ګډونوالو ته په افغانستان کې د تېرو څو کلونو دلاسته راوړنو، کورني او کرېکټ ادارې د پرمختګونو په اړه د کرېکټ د نړيوالې شورا ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي د اى سي سي له خوا افغانستان د يادې مرستې هرکلى وکړ او زياته يې کړه چې لومړی ځل دی، چې د کرېکټ نړيوالې شورا افغانستان سره دومره مرسته او پاملرنه کړ ې ده.

ورته مطالب