۱۹ کلن افغان کریکټ لوبغاړي مالیزیا ته ولاړل

۱۹ کلنو افغان کریکټ لوبغاړو سکاټلنډ مات کړ
Image caption وړاندې، ۱۹ کلنو افغان کریکټ لوبغاړو سکاټلنډ مات کړی و.

د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د نولس کلنو ملي لوبډله د اسیايي شورا ایلیټ جام سیالیو کې مالیزیا ته ولاړه.

د کریکټ بورډ د رسنیو دفتر وايي، دغه لوبډله به د راتلونکې مې پر درېیمه د کولالامپور په سیالیو کې ګډون کوي.

په دغو سیالیو کې ټولې لس لوبډلې ګډون کوي.

د افغانستان د نولس کلنو لوبډله په دغو سیالیو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې ګډون درلود.

په سږنیو لوبو کې به د پایلوبې ګټونکې لوبډله نړیوال جام ته لاره مومي.

د کریکټ ۱۹ کلنو لوبډلو راتلونکی نړیوال جام به په ۲۰۱۴ کال په متحده عربي اماراتو کې وي.

د افغانستان کریکټ بورډ اجراییوي مشر ډاکټر نور محمد مراد وايي، د نولس کلنو افغان لوبغاړو دغې سیالۍ کې بریا ته په تمه دی.

دی وايي، هیله من دی، چې دغه لوبډله هم د ملي لوبډلې په څېر هېواد ته ویاړ ور په برخه کړي.

ورته مطالب