د نړیوال جام د سیالیو لپاره جوړ شوی لوبغالی

Image caption د دې لوبغالي د رغاونې چارې له ټاکل شوې مودې څلور میاشتې وروسته بشپړې شوې.

د برازیل په ریو دې جنېرو ښار کې د فوټبال مشهور لوبغالی (مرکانه) له درې کلنې رغاونې وروسته د ۲۰۱۴ د نړیوال جام د سیالیو لپاره د چمتووالي په لړ کې بیا پرانیستل شو.

د برازیل د پخوانۍ او اوسنۍ ملي لوبډلې لوبغاړو د هغو کسانو په ویاړ، چې د دغه لوبغالي په رغاونه کې یې برخه اخیستې وه، د فوټبال یوه لوبه وکړه.

بل لور ته د برازیل مهمو ورځپاڼو د لوبغالي د نمګړتیاوو په اړه یادونه کړې.

د یادونې ده، چې د رغاونې په لړ کې زیات ځنډ، د لوبغالي په رغاونه لګښت، او په راتلونکي کې د لوبغالي شخصي سکتور ته سپارل کېدل هغه مسایل دي، چې د یاد لوبغالي په اړه یې ناندرۍ راپورته کړې.

د لوبغالي د رغاونې چارې له ټاکل شوې مودې څلور میاشتې وروسته بشپړې شوې.

د پرانیستې له مراسیمو څو ورځې مخکې هلته د چوکیو ځای پر ځای کولو او فرش غوړولو چارې روانې وې.

د برازیل ولسمشر او د ریو دې جنېرو ښاروال له ۳۰۰۰۰ نندارچیانو سره یو ځای د مشهورو لوبغاړو رونالډو او بیبیټو د ټیمونو تر منځ لوبه وکتله.

د یادونې ده، چې د ۲۰۱۴ د فوټبال نړیوال جام لپاره به برازیل کې سیالۍ کېږي، چې د جون میاشتې په ۱۲ به پیل شي او د جولای په ۱۳ به پای ته ورسېږي.

د برازیل لپاره به دا دویم ځل وي، چې د فوټبال د نړیوال جام د سالیو کوربه توب کوي.

له دې مخکې دغه هېواد ۱۹۵۰ کال د نړیوال جام د سیالیو کوربه و.

د ۲۰۱۶ د اولمپیک نړیوالۍ سیالۍ به هم د برازیل په ریو دې جنېرو ښار کې وشي، چې سر له اوسه ورته چمتووالی کېږي.

ورته مطالب