د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه

Image caption وړاندې تر دې افغانستان په ماليزيا کې سعودي ته هم د ټولو لوبغاړو په شته والي ماتې ورکړې وه.

د افغانستان کریکټ نولس کلنو ملي لوبډلې د اسيا د کريکټ شورا د ١٩ کلنو په سياليو کې د عربي متحده اماراتو ملي لوبډلې ته په یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

د اماراتو لوبډلې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې افغانستان د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د افغانستان لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۶ منډې جوړې کړې او د اماراتو لوبډلې ته یې د ۲۴۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري حشمت الله شهیدي ښه لوبه وکړه او د ۹۲ منډو په جوړولو سره نا سوځېدلی پاتې شو. او د مخالفې لوبډلې درې کسه یې وسوځول.

منګل ۵۵، شهیدالله ۳۶ او ناصر احمدزي ۲۲ منډې وکړې.

خو د اماراتو لوبډلې لوبغاړي د افغان توپ اچونکو په وړاندې ډېر ټینګ نه شول او یو په بل پسې وسوځېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۸۵ اتیا منډې جوړې کړې.

په دې سره افغان لوبډلې د اماراتو لوبډله د ۱۶۱ منډو په توپیر ماته کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی حشمت الله شهید شو.

وړاندې تر دې افغانستان په ماليزيا کې سعودي ته هم د ټولو لوبغاړو په شته والي ماتې ورکړې وه.

ورته مطالب