په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''له مالیزیا سره په اوچت مورال لوبېږو''

د افغانستان د ۱۹ کلونو کرېکټ لوبغاړو روزونکي ولي امین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د افغان لوبغاړو روحیه لوړه ده او له مالیزیا سره به په اوچت مورال لوبه وکړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ (د مۍ ۱۰مه) د مالیزیا له لوبډلې سره د ایلیټ جام د سیالیو په ترڅ کې په نیمه پایلوبه کې لوبېږي.

ښاغلی امین له ابراهیم امیري سره په مرکه کې د افغان لوبغاړو پر وړتیا او مورال غږېږي.