کرېکټ:افغان ١٩ کلنو د اسيا ايليټ جام اتلولي وګټله

Image caption د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې پرون( غويي ۲۰ )ماليزيا ته په ماتې ورکولو سره د ١٩ کلنو لوبغاړو نړيوال جام ته لاره ومونده.

د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو د کرېکټ ملي لوبډلې په ماليزيا کې د اسيا د ايليټ جام سياليو په پای لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د ۱۰ اسيايي هېوادونو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلو په ګډون دغه سيالۍ د غويي په ١٣مه په ماليزيا کې پيل شوې وې او نن ( غويي ۲۱ ) پاى ته ورسېدې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنیزې برخې مشر فرید احمد هوتک بي بي سي ته وویل، د پاى لوبې پچه د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې يا بيټينګ کولو پرېکړه وکړه.

د افغان ځوانانو د ښې توپ اچونې له امله د اماراتو لوبډله په ٢٧ اورونو کې يواځې د ٥٧ منډو له جوړولو سره وسوځېده او افغانستان ته يې د ٥٨ منډو هدف کېښود. د افغانستان له لوري ضياء الرحمن ٤، حشمت الله شاهدي ٣، ظاهر شهزاد او سيد شېرزاد يو يو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې دغه هدف په اسانۍ سره په ۱۱ اوور کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي ٥٠ او منګل ٦ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د ١٩ کلنو لوبغاړو د ملي لوبډلې لوبغاړى حشمت الله شاهدي يو ځل بيا د پاى لوبې غوره لوبغاړي په توګه اعلان شو.

دغه راز هغه ته د دې سياليو د ښه توپ وهونکې جايزه هم ورکړل شوه. په دې بريا سره افغانستان په ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبغاړو د ايليټ جام سياليو اتلولي هم خپله کړه.

Image caption افغانستان تر دې مخکې هم دغه اتلولي ترلاسه کړې وه او دا ځل يې له خپلې اتلولۍ په برياليتوب سره دفاع وکړه.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډله په دغو سياليو کې بې سارې لوبې وکړی او خپلې ټولې لوبې يې وګټلې، په ګروپي سياليو کې يې تايلينډ، اماراتو، سعودي عربستان او هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او په نيمه پاى لوبه کې يې له کوربه ماليزيا لوبه وګټله.

د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې پرون( غويي ۲۰ )ماليزيا ته په ماتې ورکولو سره د ١٩ کلنو لوبغاړو نړيوال جام ته لاره ومونده، چې ټاکل شوې، راتلونکى کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

افغانستان تر دې مخکې هم دغه اتلولي ترلاسه کړې وه او دا ځل يې له خپلې اتلولۍ په برياليتوب سره دفاع وکړه.

ورته مطالب