مشرانو جرګې ۱۹ کلن کریکټ لوبغاړي ونازول

Image caption افغان لوبډلې ددغو سیالیو ټولې لوبې وګټلې او له دې لارې یې د ۲۰۱۴ کال نړیوالو اتلولیو ته یې لار ومونده

د افغانستان د کریکټ نولس کلنو ملي لوبډله په مالیزیا کې د اتلولیو تر ګټلو وروسته د مشرانو جرګې له خوا هم ونازول شوه.

د مشرانو جرګې د مشر، مرستیالانو او یو شمېر غړو له لوري د افغانستان کرکټ نولسو کلونو لوبغاړو او د کریکټ بورډ ادارې چارواکو ته د سروزرو مډالونه ورکړل.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم د نولس کلنو ملي لوبډلې لوبغاړي د افغانستان کریکټ بورډ ادارې له لوري ستایل شوي وو.

هغې غونډې ته لوړپوړي افغان چارواکي او د ملي شورا غړي ورغلي وو.

د افغانستان د کریکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وینا د کریکټ نولس کلنو ملي لوبډلې د آسیا ایلیټ په لوبو کې د اتلولۍ له خپلولو سره زیاتره چارواکو ده لوبډله نازولې ده.

افغان لوبډلې ددغو سیالیو ټولې لوبې وګټلې او له دې لارې یې د ۲۰۱۴ کال نړیوالو اتلولیو ته یې لار ومونده

ورته مطالب