د اروپا اتلانو ليګ اتلولي بايرن ميونيخ وګټله

Image caption بايرن د دريو مخکينيو پايلوبو دوه بايللې وې، خو سږ کال يې د هالنډي بريدګر لوبغاړي ارجن روبن په ګول پايلوبه وګټله.

د جرمني بايرن ميونيخ فوټبال کلب د اروپا اتلانو ليګ اتلولي وګټله.

بايرن ميونيخ د شنبې پر ورځ (مې ۲۵ مه) د لندن وېمبلي سټېډيم کې د خپل بل جرمني کلب فوټبال لوبډلې ته د ۱ په مقابل په ۲ ګولونو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

بايرن د دريو مخکينيو پايلوبو دوه بايللې وې، خو سږ کال يې د هالنډي بريدګر لوبغاړي ارجن روبن په ګول پايلوبه وګټله.

بايرن له وړاندې د جرمني ليګ (بونډس ليګ) ګټلی او که يې راتلونکې څو ورځو کې د جرمني کپ اتلولي وګټله، نو ورسره به يې دری ستر بري بشپړ کړي وي.

د بي بي سي خبريال سټيو ايونز د جرمن پلازمېنې برلېن بارونو کې د دغه هېواد دواړو کلبونو مينه وال کتلي او له هغه ځايه په خپل راپور کې وايي د اروپا اتلانو ليګ پايلوبې پيل سره چې لومړی ځل يې دواړه سيالې خواوې جرمنۍ وې، د برلېن او کېدی شي د جرمني هر بل ښار سړکونه تش شوي وو.

رسټورانتونو کې سترې ټلوزيونی پردې لګېدلې وې، بارونه له خلکو ډک شوي وو.

Image caption بايرن له وړاندې د جرمني ليګ (بونډس ليګ) ګټلی.

بايرن ميونيخ تېره پايلوبه ۱۲ مياشتې وړاندې چېلسي ته په پېنلټيو وبايلله، خو پرونۍ پايلوبې ګټلو، که څه هم د خپل هېواد له کلب لوبډلې وه، پنځم ځل و، چې د اروپا اتلانو ليګ اتولي ګټي.

تر دې مهاله د دغې اتلولۍ تر ټولو زيات ګټونکی د اسپانيا ريال مډريډ، چې نهه ځله يې ګټلې او ورپسې د ايټاليا اې سي ميلان راځي چې د اوو پيلوبو ګټلو سره يې دغه اتلولی خپله کړې ده.

ورته مطالب