د هند کرېکټ بورډ مشر له دندې لرې شو

Image caption پر ښاغلي سري نواسن د استعفا ورکولو لپاره فشارونه په ډېرېدو دي، خو نوموړی تر اوسه له استعفا ورکولو انکار کړی.

د هندوستان کرېکټ بورډ ( بي سي سي ای) مشر این سري نواسن اعلان کړی، چې د اوس لپاره خپله دنده پرېږدي، خو نوموړي استعفا نه ده ورکړې.

د هغه په ځای به د مغربي بنګال کرېکټ بورډ مشر او د بي سي سي ای پخوانی مشر جګمهوهن ډالمیا د موقت مشر په توګه دنده پر مخ بوځي.

ای پي ایل لوبو کې د درغلیو اړوند رپوټونو له خپرېدو وروسته چنایی کې د هندي کرېکټ چارواکو په غونډه کې دغه پرېکړه وشوه.

د هند کرېکټ بورډ له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، تر هغې چې د ای پي ایل لوبو پر مهال د درغلیو اړوند پلټنې سره ته نه وي رسېدلې، ښاغلی سري نیواسن به خپله دنده پر مخ نه بيايي او دې موقت وخت کې به ښاغلی ډالمیا د هند کرېکټ بورډ چارې پر مخ بیايي.

پر سري نواسن د استعفا ورکولو لپاره فشارونه په ډېرېدو دي، خو نوموړی تر اوسه له استعفا ورکولو انکار کړی.

د هند غوره لیګ سیالیو پر مهال د درغلیو له افشا کېدو وروسته د هند پر کرېکټ بورډ هم فشار ډېر شو، خو د بورډ مشر وویل، دا چې دوی په فساد او درغلیو کې ښکېل نه دي، ځکه نو استعفا نه ورکوي.

خو کله چې د چنايي سپر کنګز لوبډلې د اداري مدیر او د کرېکټ بورډ مشر این سري نواسن د زوم ګرونات میپن نوم هم د هغو کسانو په نوملړ کې راغی، چې درغلیو کې شامل وو، نو په نوموړي فشارونه نور هم ډېر شول.

ګرونات میپن وار له مخه د څېړنو د بشپړېدو تر مهاله لهدندې ګوښه شوی دی.

ورته مطالب