ای سي سي د اتلانو جام سیالۍ

Image caption د کرېکټ د اتلانو جام سیالۍ (چیمپینز ټرافي) د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) لخوا په لاره اچول کېږي چې له نړیوالو لوبو(ورلډ کپ) څخه وروسته تر ټولو مشهورې او مهمې سیالۍ بلل کېږي.

له څلور کلن ځنډ وروسته کرېکټ کې د اتلانو جام سیالۍ (چیمپینز ټرافي) تېره ورځ په انګلستان او وېیلز کې پیل شوې.

د کرېکټ دغه خورا مشهور جام به سږ کال د وروستي ځل لپاره ترسره شي.

د دغوسیالیو لومړۍ لوبه تېره ورځ د هندوستان او سوېلي افریقا د لوبډلو ترمنځ د وېیلز په مرکز کارډېف کې ترسره شوه، چې هند سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه او دوه پواینټونه یې وګټل.

د کرېکټ د اتلانو جام سیالۍ (چیمپینز ټرافي) د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) لخوا په لاره اچول کېږي چې له نړیوالو لوبو(ورلډ کپ) څخه وروسته تر ټولو مشهورې او مهمې سیالۍ بلل کېږي.

دغه سیالۍ په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کال کې پیل شوې.

د دغو لوبو د فارمټ له مخې به د اتلانو جام سیالۍ په دوو کلونو کې یو ځل تر سره کېدې، خو سږ کال دغه لوبې څلور کاله وروسته د وروستي ځل لپاره ترسره کېږي.

د کرېکټ مینه وال ښایي د چیمپینز ټرافي لوبو په ختمېدو ډېر خوښ نه وي، خو د کرېکټ د نړیوالې شورا په وینا چې د دغو سیالیو لپاره د بدیل په لټه کې دي.

د اتلانو سږنی جام

د سږني جام لپاره د کوربه توب امتیاز د انګلستان او ویلز په برخه دی، چې د نړیوال کرېکټ د لومړي کتار ۸ لوبډلې په کې د جام د ګټلو لپاره سره مخامخ دي.

دغه لوبډلې په الف او ب ګروپونو کې سره وېشل شوي، چې په هر یوه ګروپ کې به څلور لوبډلې وي.

په الف ګروپ کې د اسټرالیا، انګلستان، سریلانکا او نیوزیلاند لوبډلې سره مخامخ دي او په ب ګروپ کې بیا د هندوستان، سوېلي افریقا، پاکستان او ویسټ انډیز لوبډلې سره سیالي کوي.

د اتلانو جام سیالۍ به په دوو پړاوونو کې ترسره شي.

په لومړي پړاو کې به چې د ګروپ لوبو پړاو بلل کېږي هره لوبډله په خپل ګروپ کې له سیالې لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.

ټولې لوبډلې به په دغه پړاو کې درې لوبې تر سره کړي او د هرې لوبې د ګټلو لپاره دوه نمرې (پواینټونه) ټاکل شوي.

د لومړي پړاو په پای کې به له هر ګروپ څخه د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

په نیمه پایلوبو کې به دالف ګروپ د سر لوبډله د ب ګروپ له دویمې لوبډلې، او د ب ګروپ د سر لوبډله به د الف ګروپ له دویمې لوبډلې سره مخامخ وي.

له نیمه پایلوبو څخه به دوه غوره لوبډلې پایلوبې ته ووځي اوهلته به سره د اتلولۍ د ګټلو لپاره سیالي وکړي.

د اتلانو جام د سږنیو لوبو مهال وېش:

لومړۍ لوبه: (الف ګروپ)

جون ۶، د پنجشنبې ورځ : هندوستان او سوېلي افریقا (هندوستان وګټله)

دویمه لوبه: (الف ګروپ)

جون ۷، د جمعې ورځ: پاکستان اوویسټ انډیز ترمنځ

ځای: اوول کرېکټ لوبغالی، لندن. وخت: سهار ۱۰:۳۰ (د انګلستان ځایي وخت)

دریېمه لوبه: (ب ګروپ)

جون ۸، د شنبې ورځ: انګستان او اسټرالیا ترمنځ

ځای: ایجبسټن کرېکټ لوبغالی، برمنګهم: وخت سهار ۱۰:۳۰

څلورمه لوبه: (ب ګروپ)

جون ۹، د یکشنبې ورځ: نیوزیلانډ او سریلانکا ترمنځ

ځای: صوفیا ګارډنز لوبغالی، کارډېف: وخت: ۱۰:۳۰

پنځمه لوبه: (الف ګروپ)

جون ۱۰، دوشنبې ورځ: پاکستان او سوېلي افریقا

ځای: ایجبسټن کرېکټ لوبغالی، برمنګهم: وخت غرمه ۱:۳۰

شپږمه لوبه: (الف ګروپ)

جون ۱۱، سې شنبې ورځ: هندوستان او ویسټ انډیز ترمنځ

ځای: اوول کرېکټ لوبغای، لندن وخت: سهار ۱۰:۳۰

اوومه لوبه: (ب ګروپ)

جون ۱۲، چهارشنبې ورځ: اسټرالیا او نیوزیلانډ ترمنځ

ځای: ایجبسټن کرېکټ لوبغالی، برمنګهم: وخت سهار ۱۰:۳۰

اتمه لوبه: (ب ګروپ)

جون ۱۳، پنجشنبې ورځ: انګلستان او سریلانکا ترمنځ

ځای: اوول کرېکټ لوبغای، لندن وخت: غرمه ۱:۳۰

نهمه لوبه: (الف ګروپ)

جون ۱۴، جمعې ورځ: سوېلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ

ځای: صوفیا ګارډنز لوبغالی، کارډېف: وخت: ۱۰:۳۰

لسمه لوبه: (الف ګروپ)

جون ۱۵، شنبې ورځ: هندوستان او پاکستان ترمنځ

ځای: ایجبسټن کرېکټ لوبغالی، برمنګهم: وخت سهار ۱۰:۳۰

یوولسمه لوبه: (ب ګروپ)

جون ۱۶، یکشنبې ورځ: انګلستان او نیوزیلانډ ترمنځ

ځای: صوفیا ګارډنز لوبغالی، کارډېف: وخت: ۱۰:۳۰

دولسمه لوبه: (ب ګروپ)

جون ۱۷، دوشنبې ورځ: اسټرالیا او سریلانکا ترمنځ

ځای: اوول کرېکټ لوبغای، لندن وخت: غرمه ۱:۳۰

ورته مطالب