دهوني د کال تر ټولو شتمن کرېکټ لوبغاړی شو

Image caption د ښاغلي دهوني په عایداتو کې سږ کال خورا ډېر زیاتوالی راغلی.

د هندوستان کرېکټ لوبډلې کپتان او د نړۍ مشهور لوبغاړی مهندراسنګ دهوني د کال تر ټولو شتمن کرېکټ لوبغاړی بلل شوی دی.

د امریکا اقتصادي جریدې (فوربز مېګزین) له بېلا بېلو لوبو څخه تر ټولو شمتن لوبغاړي راخیستي او د سلو کسانو لست یې خپور کړی دی.

د فوربز مېګزین په دغه لست کې دهوني په ۱۶م نمبر دی.

په زړه پورې خبره دا ده چې په دغو شتمنو کسانو کې یوازې دوه د کرېکټ لوبغاړي دي، او دواړه د هندوستان دي.

پر دهوني سر بېره، اتل لوبغاړی سچن ټنډولکر هم په دغه لست کې شامل دی.

د ښاغلي دهوني په عایداتو کې سږ کال خورا ډېر زیاتوالی راغلی.

نوموړي د خپلو عایداتو له کبله د فارمولا ون ستوري فرنانډ والانزو سربېره، د ټېنېس وتلي لوبغاړي نوواک جاکووچ او رفایل نډال، د ځغاستې اتل ستوری یوسین بولټ او د برازیل فوټبال لوبغاړی کاکا هم شا ته پرې ایښي دي.

که یوازې د اعلاناتو له لارې د ګټې وټې خبره وشي نو ښاغلي دهوني په تېر یوه کال کې د بېلا بېلو اعلاناتو پر مټ له مشهورو فوټبال لوبغاړو میسي او رونالډو هم زیاتې پیسې ګټلي.

Image caption د فوربز مېګزین په خپاره شوي، د شتمنو لوبغاړیو په لست کې، په لومړي نمبر د ګولف مشهور امریکایی لوبغاړی ټایګر ووډ دی.

په مجله کې د خپاره شوي معلوماتو پر بنسټ دهوني تېر کال د اعلاناتو او جایزو له لارې ټولټال ۳۰ میلیونه او۱۵ لکه امریکایي ډالر ګټلي دي.

د فوربز مېګزین په وینا ۳۱ کلن دهوني د شتمنو لوبغاړیو په لست کې ۱۵ پوړۍ پورته ختلی.

نوموړی د ۲۰۱۲ کال په لست کې په ۳۱م نمبر و.

د فوربز مېګزین په خپاره شوي، د شتمنو لوبغاړیو په لست کې، په لومړي نمبر د ګولف مشهور امریکایی لوبغاړی ټایګر ووډ دی او په دویم نمبر بیا د سویس د ټېنېس لوبغاړی راجر فېډرر دی.

۳۷ کلن ټایګر ووډز تېر کال ټولټال ۷۰ میلیونه او۸۱ لکه امریکایي ډالر ګټلي او ښاغلي فېډرر چې په ۲۰۱۲ کال کې په لومړي نمبر و، سږ کال یې ۷۰ میلیونه او۱۵ لکه امریکایي ډالرعایدات درلود.

د امریکا د باسکېټ بال لوبغاړي کوبي براینټ ۶۰ میلیونه او ۱۹ لکه امریکایي ډالر ګټلي او په دریېم نمبر دی.

د فوربز مجلې د سلو شتمنو لوبغاړیو په لست کې یوازې درې ښځینه لوبغاړي دي چې په دې کې د روسیې د ټېنېس مشهوره لوبغاړې ماریا شراپووا په ۲۲م نمبرده.

نوموړې تېر کال په مجموعي توګه ۲۰ میلیونه او۹۰ لکه امریکایي ډالر ګټلي.

په دغه لست کې د امریکا د ټېنېس لوبغاړې سرینا ویلمز په ۶۸م نمبراو د چین د ټېنېس لوبغاړې لي ناکا په ۸۵م نمبر ده.

ورته مطالب