فوټبال ستورى ميسي د ماليې په نه ورکولو تورن شو

Image caption د اسپانيا د يوۀ خبري اژانس له رپوټ سره سم که پر ميسي دا تورونه ثابت شول نو له خورا لويې جريمې او ان شپږ کاله قيد سره مخامخېداى شي.

د نړۍ د فوټبال يو له خورا تکړه لوبغاړيو ليونل ميسي په اسپانيا کې په دې تورن شوى دى چې نژدې پنځه ميليونه ډالر يې د ماليې په توگه نه دي ورکړي.

د ارجنتاين د ملي لوبډلې او د اسپانيا د بارسلونا کلب لوبغاړى ليونل ميسي له ماليې وروسته د کال ١٦ ميليونه يورو تنخوا اخلي.

خو اوس پر ده او د دۀ پر پلار تور پورې شوى دى چې د اسپانيا حکومت ته يې تر څلورو ميليونو يورو ډيرې د ماليې په توگه نه دې ورکړي.

پر ٢٥ کلن ميسي او د دۀ په پلار دا تور دى چې د ٢٠٠٧ کال څخه تر ٢٠٠٩ کال پورې يې د ماليې اسنادو کې جعل کاري کړې ده.

ميسې دا څويم کال دى چې د نړۍ د کال غوره فوټبال لوبغاړى نومول کيږي.

دۀ تر اوسه پر دغو تورونو څه نه دې ويلي.

خو د ميسي په فيسبوک پاڼه کې وروسته دا وليکل شول چې دۀ تل د ماليې اسناد او فورمې ډکې کړي او سپارلي دي.

د دۀ کالنى معاش دومره دى چې د نړۍ له خورا شتمنو لوبغاړو يې بولي.

د چارشنبې په ورځ بارسلونا ته نژدې يوۀ څارنوال په محکمه کې د ميسي پر ضد شکايت ثبت کړ.

رپوټونه وايي چې که چيرې قاضيانو دا شکايت ومانۀ نو له هغه وروسته به پر ميسي رسمي تور پورې کيږي.

پر ميسي او پلار يې دا شک شوى چې د خپل عکس د خپراوي د حقونو لگښتونه يې له اسپانيا دباندې په يوراگواى او بېلز هېوادونو کې له شرکتونو سره ثبت کړي چې په دې توگه ماليه پرې ورنه کړي.

د اسپانيا د يوۀ خبري اژانس له رپوټ سره سم که پر ميسي دا تورونه ثابت شول نو له خورا لويې جريمې او ان شپږ کاله قيد سره مخامخېداى شي.

ورته مطالب