فرانسوي فوټبال لوبغاړي محاکمه کېږي

Image caption دواړو لوبغاړو دغه تورونه رد کړي.

پاریس کې د فرانسې دوه مشهور فوټپال لوبغاړي فرینک رایبېرې او کریم بیزیما یوې کم عمره بدلمنې نجلۍ ته د جنسي اړیکو په بدل کې د پېسو ورکولو په تور محاکمه کېږي.

دواړو لوبغاړو دغه تورونه رد کړي او په قضیه کې ښکېله نجلې زاهیا دیهار چې اوس ۲۱ کلنه ده وايي لوبغاړي هغه وخت نه پوهېدل، چې ده هغه وخت ۱۸ کلنه نه وه.

اغلې دیهار اوس د کالیو جوړولو په برخه کې شهرت لري.

د فرانسې د قانون له مخې له هغه چا سره د پېسو په بدل کې د جنسي اړیکو درلودل جرم بلل کېږي، چې عمر یې له ۱۸ کلنۍ کم وي.

د ثبوت په صورت کې د دغه ډول جرم سزا درې کاله زندان او ۴۵۰۰۰ زره یورو جریمه ده. دغه قضیه کې، چې افریقا کې د ۲۰۱۰ له نړیوال جام مخکې رسوا شوه، شپږ نور کسان هم تورن شوي دی.

ورته مطالب