کرېکټ: هند ای سي سي اتلانو جام وګاټه

Image caption د باران له کبله دغه لوبه تر ۲۰ اوورنو پورې محدوده شوه.

د ای سي سي کرېکټ اتلانو جام سیالیو په پای لوبه کې هند انګلستان ته په پنځو منډو سره ماتې ورکړه او دغه جام یې وګاټه.

هند لومړی بېټینګ وکړ او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه. د باران له کبله دغه لوبه تر ۲۰ اوورنو پورې محدوده شوه.

د انګلستان لوبډله له پیله و نه توانېده، ښه لوبه وکړي. د ۴۶ منډو جوړولو بدل کې انګلستان ۴ وکېټونه له لاسه ورکړي وو.

له دې وروسته مورګن او بوپارا وتوانېدل، ښه لوبه وکړي او د منډو شمېر ۱۱۰ ته ورسوي. مورګن په ۳۳ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې.

هغه د ایشانت شرما له لاسه وسوځېد. له دې سملاسي وروسته د همدې ایشانت شرما په بل توپ بوپارا هم د لوبې له میدانه ووت، خو ایشانت و نه توانید هیټ ټریک بشپړ کړي.

د بوپارا له سوځېدو وروسته د انګلستان لوبغاړي یو په بل پسې ارام خونې ته ورسېدل.

د انګلستان بې خونده لوبه

د هند له لوري جډیجه، اشون او شرما دوه دوه وکټونه تر لاسه کړل. دغه راز د بېټینګ په برخه کې هندي لوبغاړي کوهلې ډېره ښه لوبه وکړه او د ۳۴ توپونو په بدل کې یې ۴۳ منډې جوړې کړې.

کوهلې له خپلې لوبډلې سره داسې مهال مرسته وکړه، چې د ۶۶ منډو بدل کې یې پنځه وکټونه له لاسه ورکړي وو. له کوهلې وروسته جډیچه د ۲۵ توپونو بدل کې ۳۳ منډې جوړې کړې. دغه راز هند د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

بوپارا د دریو لوبغاړو په سوځولو سره د انګلستان له لوري تر ټولو بریالی بالر ثابت شو. د یادونې ده، چې د آی سي سي اتلولۍ تر سر لیک لاندې به دا وروستۍ کرېکټ سیالۍ وي.

ورته مطالب