ومبلډن ټېنیس پایلوبه، مري تاریخي سوبه تر لاسه کړه

Image caption ۷۷ کاله وروسته اینډي مري، لومړی برتانوی لوبغاړی دی، چې دغه اعزاز خپلوي.

د ومبلډن ټېنیس د نارینه وو یوستیو( سنګلز )سیالیو کې د برتانیا انډي مري لومړی مقام درلودونکی سربي لوبغاړي نوواک جاکوویچ ته ماتې ورکړه او دغه لقب یې خپل کړ.

انډي مري جاکوویچ ته په ۴- ۶- ۵- ۷ او ۴ – ۶ ماتې ورکړه او تاریخي لوبه یې وګټله.

۷۷ کاله وروسته مري لومړی برتانوی لوبغاړی دی، چې دغه اعزاز خپلوي. له دې مخکې ۱۹۳۶ کې فریډي پیري، هغه برتانوی و، چې د ومبلډن لوبو یو کسیزه پایلوبه یې ګټلې وه.

لومړي سیټ کې مري په ۴- ۶ برلاسي ومونده.دویم سیټ کې جاکوویچ یو ځلې په ۴- ۱ مخکې شو، خو مري بېرته لوبې ته وګرځېد او دویم سیټ یې د پنځه- پنځه په کچه برابر کړ.

وروسته مري وړاندې شو او بل سیټ یې ۵- ۷ سره وګاټه. دغسې یې د ۰-۲ مهم برلاسی تر لاسه کړ.

د لوبې په بهیر کې درې ځلې دغه مقام تر لاسه کوونکي بورس بېکر وویل" جاکوویچ بیخې نه پوهیږي، چې څنګه لوبه له لاسه ورکوي."

لوبغالي کې برتانوي نندارچیانو بنرونه لاسونو کې نیولي وو، چې پرې لیکل شوي وو " ځئ چې تاریخ جوړ کړو"

د دواړو وتلیو لوبغاړو تر منځ دغه لوبه په خورا ګرم موسم کې وشوه.

د بي بي سي د هواپېژندنې ماهرین وايي د ۱۹۷۶ له پایلوبې راهیسې، چې د بورګ او ناستاسي تر منځ وشوه، دغه لوبه داسې وه، چې ډېر ګرم موسم کې وشوه.

د جمعې د ورځې دواړه نیمه پایلوبې ډېرې سختې وې.

جاکوویچ د ارجنټاین مارټن ډیپلوټرو ته په ۵- ۷- ۶-۴ ۶-۷ (۲-۷) ۷-۶ او ۳-۶ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

دغه راز انډي مري د پولنډ جرزي جانویچ ته ۷- ۶ (۷ – ۲) ۴- ۶ -۴ -۶ - ۳ - ۶ سره ماتې ورکړه.

انډي مري سږکال دویم ځلې د ومبلډن ټېنیس لوبو پایلوبو ته ورسېد. پروسږ کال هغه له روجر فیډر نه ماتې وخوړه.

ورته مطالب