افغان فوټبال لوبډلې پر هند لوبه وبايلله

Image caption دواړو ځوانو لوبډلو ۹۰ دقيقې لوبه مساوي پای ته ورسوله

د افغانستان د فوټبال د ۱۶ کلنو ځوانانو لوبډلې د سويلي اسيا په سياليو کې خپله لوبه د پنالټي په شوټونو پر هند وبايلله.

د هند او افغانستان لوبډلې نيمه پای لوبې ته رسېدلې وې، خو هند وکړای شو په پينالټي ګولونو سره افغانستان ته ماتې ورکړي.

دواړو ځوانو لوبډلو ۹۰ دقيقې لوبه مساوي پای ته ورسوله او د يو بل پر ګولونو بريدونه وکړل، خو بريالي نه وو.

د افغانستان لوبډلې د لوبې له پيله په هماغه څلورمه دقيقه کې خپل بريدونه پيل کړل.

نثار احمد نيکزاد چې په تېره لوبه کې يې د افغانستان لپاره دوه ګولونه وهلي وو، په څلورمه دقيقه فرصت ترلاسه کړ، خو بريالی نه شو.

د لوبې تر لومړۍ نيمايي يوې ډلې هم ګول ونه واهه، او د لوبې دويمه نيمايي هم د لومړۍ نيمايي په څېر وه.

توپ تر ډېره د يوه او بل ګول په شاوخوا کې لوبېده.

په دويمه نيمايي د لومړۍ نيمايي په څېر نثار احمد نېکزاد دوه فرصته له لاسه ورکړل او همدا لامل شو چې لوبه صفر د صفر پر وړاندې پای ته ورسېږي.

بلاخره د لوبې د ګټلو لپاره دواړو لوبډلو ته پينالټي ورکړل شوه چې هره لوبډله به پنځه، پنځه شوټه د مقابل لوري په ګول وهي.

هند وتوانېد چې له پنځو، څلور شوټه ګول کړي، او افغانستان وکړای شو درې شوټه ګول کړي، نو له همدې امله هند پای لوبې ته ووت.

د هند لوبډله به د نيپال له کوربه لوبډلې سره چې لا له وړاندې پای لوبې ته وتلې ده د جولای په ۳۰مه پايلوبه وکړي.

افغانستان په دغو سياليو کې له پاکستان او نيپال سره خپلې لوبې مساوي کړي، له بوټان نه يې لوبه ګټلې او په هند يې په پنالتي سره لوبه بايلوده.

ورته مطالب