افغانستان په کرېکټ کې نمېبيا ته لويه ماتې ورکړه

د لويو وچو په اتلوليو يا اينټرکانتېنينتل کپ کرېکټ سياليو کې افغانستان د څلور ورځنۍ لوبې په درېيمه کوربه هېواد ته د لسو لوبغاړو په شته والي کې ماتې ورکړه او ټول ٢٠ پواينټونه يې خپل کړل.

نمېبيا: ١٩٠ او ١٦٨

افغانستان: ٣٤٥ او ٥ بې له کومې سوځېدنې

د څلور ورځنۍ لوبې درېيمه لا پاى ته نه وه رسېدلې چې افغان لوبغاړو نمېبيا ته په خپل کور کې لويه ماتې ورکړه.

ورځ د افغان منډه جوړونکو د لوبې په دوام پيل شوه.

اصغر ستانکزى په ١٢٧ منډو ولاړ و خو بې له بلې منډې د لوبڅار له خوا سوځېدلى وبلل شو.

اصغر ستانکزي د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې پر توپ غورځېدا پر ځاى يا پېچ توپ کښېناسته او لوبه پرې اسانه نه وه.

په لومړۍ پاڼۍ کې د ١٦٤ منډو برلاسی په دې معنا شو چې نمېبيا په دويم وار داسې لوبه پيل کړي چې لوى پور ورپورې وي.

په اول ځل سپېين يا ورو بالران بريالي و خو په دويم وار تېزو بالرانو د نمېبيا وار خطا کړ.

عزت الله دولتزي پنځه کسه وسوځول.

دى لومړنى افغان بالر شو چې په نړيوالو لوبو کې يې درې کسه سر په سر وسوځول او د هټريک خاوند شو.

افغانستان ته په دويم وار يوازې پنځه منډې پکار وې.

نوروز منگل څلور او شبير نوري يوه منډه وکړه او برى يې خپل کړ.

له دې بري سره افغانستان ٢٠ پواينټونه ترلاسه کړل.

اوس د اتو هېوادونو په کتار کې افغانستان دويم نمبر خپل کړى دى او يوازې يوه بله لوبه لري چې له کينيا سره به د سپتمبر په مياشت کې په شارجه کې کېږي.

که افغانستان په هغه لوبه کې لويه ماتې ونه خوري نو پايلوبې ته به بيا رسيږي چې ښايي له ايرلينډ سره مخامخ شي.

افغانستان د دغو څلور ورځنيو لوبو د تېر کال اتل دى.

ورته مطالب