کرېکټ: افغانستان نمېبيا ته ۲۹۰ منډو هدف وټاکه

Image caption شهزاد محمدي چې د لوبې په پيل کې راوتلی و، په يوازې سر ۱۱۳ منډې وکړې

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د نمېبیا ملي لوبډلې ته د ۲۹۰ منډو هدف وټاکه.

پچه یا ټاس د نمېبیا لوبډلې وګټله او لومړی یې افغانستان ته منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د افغانستان له خوا په پیل کې نوروز منګل او شهزاد محمدي راووتل.

افغانستان خپله لومړۍ ویکټه په څلورم اور کې له لاسه ورکړه چې د نوروز منګل وه.

نوروز په شپږو مندو وسوځېد، هغه مهال افغانستان یوازې ۱۵ منډې کړې وې.

خوشحال تايب چې دغه لوبه څارلې وايي، وروسته کریم صادق او شهزاد محمدي ښه ملګرتیا وکړه، خو کریم صادق هم د پنځوسيزې تر بشپړلو وروسته وسوځېد.

اصغر ستانکزي ۱۲ منډې وکړې او ویکټه یې ژر له لاسه ورکړه.

وروسته کپتان نبي عیسی خیل لوبې ته راووت چې ډېره تیزه او په فکر لوبه یې وکړه.

محمد نبي په ۴۵ توپونو ۸۱ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

شهزاد محمدي تر ډېره خپله ویکټه وساتله او تر سلیزې بشپړولو وروسته د ۱۱۳ منډو په جوړولو وسوځېد.

نبي عیسی خیل پنځه شپږیزې او څلور څلوریزې ووهلې او شهزاد بیا ۱۲ څلوریزې ووهلې.

ګلبدین نایب هم د لسو منډو په جوړلو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

نمېبیا ۱۷ اضافي منډې افغانستان ته ورکړې.

وړاندې تر دې افغانستان په څلور ورځنۍ لوبه کې نمېبیا ته په لسو ویکټو ماتې ورکړې وه.

ورته مطالب