پاکستاني کرېکټ لوبغاړي بالاخر درغلي ومنله

Image caption پر دوی درو واړو انګلستان کې محکمې قيد وخېژاوه او بندي یې کړل.

محمر اصف تېز بالر دی چې له تېرو څو کلونو پرې د درغلۍ د تور له امله بندیز لګېدلی دی.

په ۲۰۱۰ کال کې ده، د هغه وخت له پاکستان کپتان سلمان بټ او یوه بل تېر بالر محمد عامر سره د پيسو په بدل کې د ناقانونه توپ غورځولو یا نو بال کولو چاره ترسره کوله.

پر دوی درو واړو انګلستان کې محکمې قيد وخېژاوه او بندي یې کړل خو دوی انکار کاوه او ویل یې داسې یې نه دي کړي.

خو اوس محمد اصف خپله درغلي ومنله او و یې ويل چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره به د فسار ضد چارو کې بشپړه همکاري کوي.

پر محمد اصف په ۲۰۱۱ کال کې اووه کلن بندیز لګېدلی دی او په هېڅ ډول لوبه کې برخه نه شي اخیستلی.

سلمان بټ او محمد عامر له پنځه پنځه کلن بندیز سره مخامخ شول.

محمد اصف خبریالانو ته وویل: "زه د خپل عمل له امله بخښنه غواړم چې زما ګران هېواد یې وشرماوه."

که څه هم محمد اصف وايي چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره به د فساد ضد هڅو کې مرسته کوي خو د ده عمر ته په کتو اټکل دا دی چې نور به دی لوبه و نه کړي.

د پاکستان بیلا بېل لوبغاړي په تېرو کلونو کې د درغلۍ په تور تورن شوي دي.

ځینې یې د لوبډلې کپتانان وو چې سلیم ملک په کې د پام وړ دی.

پر هغه دایمي بندیز ولګېد.

ورته مطالب