افغانستان کرېکټ کې نیپال ته ماتې ورکړه

Image caption افغانستان یوازې ۱۶۹ منډې وکړې او نهه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د اسیا د رادبره کېدونکو لوبډلو اتلولۍ په سینګاپور کې له ورېځ، باران او تندر سره پيل شوې.

دا یوازې هوا نه وه بلکې لوبه هم همداسې وه.

پچه نیپال وګټله او له وریځو ډک اسمان کې یې افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه.

تمه دا وه چې د نیپال تېز بالران به له هوا څخه په ګټې اخیستو افغان لوبغاړو ته منډې ګرانې کړي.

په پيل کې همداسې ښکاره شوه خو چې په څلورم توپ د شهزاد کېچ ولوید خبره بدله شوه.

شهزاد او نوروز منګل تېزه لوبه وکړه.

لوبه هغه مهال بدله شوه چې د نیپال ورو بالران راغلل.

کیڼ لاسی ورو بالر بسانت رګمي پنځه افغان لوبغاړي وسوځول او منډې یې خورا ګرانې کړې.

اصغر ستانکری، ګلبدین نایب او نوروز منګل یوازیني لوبغاړي وو چې تر ۳۰ ډېرې منډې یې وکړې.

شهزاد ۲۲ منډې درلودې خو نور لوبغاړي یا د منډو په هیله په بیړه وسوځېدل او یا هم نیپالیانو د هوا او میدان له شرایطو ښه ګټه واخیسته.

افغانستان یوازې ۱۶۹ منډې وکړې او نهه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د ۱۷۰ منډو په هیله نیپال ښه پيل وکړ.

د دوی کپتان خدکا ۶۰ منډې وکړې او یو وخت داسې ښکارېدل چې سل په سلو کې لوبه د نیپال په ګټه تمامېدونکې ده.

په ۳۸ اوور کې چې باران د نیپال هدف له ۱۷۰ یوازې ۱۶۱ منډو ته کم کړی و لوبه داسې روانه وه چې افغانان له حتمي ماتې سره مخامخ ښکارېدل.

نيپال ۱۳۱ منډې درلودې او یوازې درې لوبغاړي یې سوځېدلي و.

له دغه ځایه وروسته افغان لوبغاړي برلاسي شول.

حمید حسن او نبي دوه دوه کسه وسوځول او وروستی کس د نوروز منګل په توپ په وروستي اوور کې وسوځېد.

پنځه نور نیپالي لوبغاړي په منډه کې یا رن اوټ وسوځېدل.

افغان لوبغاړو کېچونه هم وغورځول.

سبا په دغو سیالیو کې د اې ګروپ پياوړې غاړې د پاکستان او هند ۲۳ کلنې لوبډلې یو بل ته مخامخ دي.

افغانستان باید په هغو کې یوه ته ماتې ورکړي خو که د خپلې لومړنۍ لوبې غوندې ولوبېدل بری یې ګران دی.

ورته مطالب