د سوېلي کوریا اتل غواړي افغان تکواندو سره مرسته وکړي

Image caption د سوېلي کوریا دغه اتل لوبغاړی وايي په ۲۰۰۷ کال کې سیول ته دوه افغان لوبغاړي، روح الله نېکپا او نصیر احمد بهاوي ورغلل.

په سوېلي کوریا کې د اسیا د تکواندو د مشورتي ټولنې مشر او په نړیواله کچه منل شوی لوبغاړی سانګ جین کېم وايي دی په نورو هېوادونو کې د دغې لوبې د غوړاوي هيله لري.

دی وايي په ځانګړې توګه د افغانستان له تکواندو لوبغاړو سره مرستې ته لېواله دی.

په سیول کې له رسنیو سره د خبرو پر وخت کېم وویل دی ځان "افغان"٬ بولي.

د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر وايي ښاغلي کېم د افغانستان د زلمیو تکواندو لوبغاړو د روزنې لپاره ۲۰۰ زره امريکايي ډالره مرسته کړې ده او د نورو مرستو نیت هم لري.

د سوېلي کوریا دغه اتل لوبغاړی وايي په ۲۰۰۷ کال کې سیول ته دوه افغان لوبغاړي، روح الله نېکپا او نصیر احمد بهاوي ورغلل.

د دغو افغان لوبغاړو وړتیا پر ده اغېز وکړ او باوري شو چې ښه راتلونکی به ولري.

کېم وايي د تنکیو افغان لوبغاړو او د نورو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ ښکاره توپير ويني.

"افغان زلمي په جګړه کې زېږېدلي او په نا امنیو کې هم خپل تمرین کوي. افغان خواړه او امنیت غواړي او د نورو هېوادونو زلمي دغه دواړه لري."

کېم وايي دی د تکواندو له نورو نړیوالو لوبډلو هم غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د اولمپیک په لوبو کې د افغانستان یوازیني مډالونه د تکواندو په سیالیو کې ګټل شوي دي.

په ۲۰۰۸ کال کې د بېجېنګ اولمپیک لوبو په ترڅ کې په لومړي ځل روح الله نېکپا د تکواندو په لوبو کې د افغانستان لپاره د ژېړو مډال وګاټه.

روح الله نېکپا دغه ویاړ د لندن په اولمپیک لوبو کې څلور کاله وروسته بیا خپل کړ.

ورته مطالب