ښوونځیو کې د سپورت نوي جمنازیمونه جوړیږي

Image caption د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په پام کې لري په ښوونځیو کې دننه سپورټي اکاډیمۍ او نوي جمنازیمونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د فوټبال لوبه ګڼ پلویان لري او ان په ښوونځیو کې سپورت ته رسمي ساعتونه بېل شوي دي.

بله خوا د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي په پام کې لري په ښوونځیو کې د ننه سپورټي اکاډيمۍ او نوي جمنازیمونه جوړ کړي.

د دوی په وینا، د تېرې یوې لسیزې په بهیر کې د سپورت د چټکې ودې تر څنګ په ښوونځیو کې هم سپورت ته ډېر پام شوی.

خوشحال تایب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیالۍ په بهانه یو شمېر ښوونځیو ته تللی او دا راپور یې پرې برابر کړی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونیز نصاب کې دا مهال دیارلس ورزشي څانګې شاملې دي، چې درسي ساعتونه ورته ځانګړي شوي دي.

د پوهنې وزرات چارواکي وايي په ښوونځیو کې د سپورت د دودولو لپاره د بدني روزنې په نوم یو ځانګړی ریاست لري، او د چارواکو په وینا دوی په دې وروستیو کې ګڼې لاس ته راوړنې هم لرلي دي.

شاوخوا دوه کاله کېږي چې د غازي لیسې زده کوونکي د سپورت په ساعت کې له ټولګي بهر نه وځي او د تمرین زمینه نه ده ورته برابره.

ددغې لیسې د ورزشي دیپارتمنت مشر عبدالحی مسکینیار وايي ځینې کسان زده کوونکو ته مزاحمت کوي نو ځکه دوی زده کوونکي له ټولګي بهر نه شي ایستلی.

خو بیا د رابعه بلخي د نجونو په لیسې کې حالت بل شان وو، دلته د سپورت لپاره اړین میدانونه نشته، خو زده کوونکي بیا له لږو امکاناتو ډېره ګټه اخلي.

د دغې لېسې مدیره حدیثه میاخېل وايي تر ډېره هڅه کوي چې په ښوونځي کې دننه زده کوونکو ته د سپورت زمینه برابره کړي، خو که یې وسه ونه رسیږي نو له ښوونځي بهر مرسته غواړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په پام کې لري په ښوونځیو کې دننه سپورټي اکاډیمۍ او نوي جمنازیمونه جوړ کړي.

د دغه وزارت د خپرونو مشر کبیر حقمل وايي د تېرو کلونو په ترڅ کې په ښوونځیو کې سپورت ته ډېر پام شوی دی او ښه پرمختګونه هم لري.

د پوهنې وزرات د چارواکو په وینا په وروستیو کلونو کې دوی په بېلابېلو برخو کې ګڼ او تکړه لوبغاړي ټولنې ته وړاندې کړي چې هېواد ته یې ښې راوړې دي.

ورته مطالب