راځئ د فوټبال له یووالي یې زده کړو

Image caption افغان ولسمشر حامد کرزي هم نن د افغانستان او پاکستان د فوټبال له لوبډلو سره تشریفاتي لیده کاته کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ کې د افغان لوبډلې تر بریا وروسته د فوټبال مینه وال په ډلو- ډلو د کابل واټونو ته د خوښۍ ښوولو لپاره راووتل.

د ماښام تر ناوخته پورې ځوانانو اتڼونه او خوښۍ کولې.

تېره و رځ د کابل فوټبال زرغون لوبغالي کې زرګونه افغانان راټول شوي وو، چې د یوه مشترک هدف لپاره یې د لوبې تماشا کوله.

د لوبې انځورونه

له تېرو څه باندې دوو لسیزو وروسته، پر سړیو سربېره سټوډیوم ته ګڼ شمېر ښځې هم راغلې وې او د لوبې د خبري پوښښ لپاره کورني او بهرني خبریالان ورغلي وو، چې له دې ډلې یو هم د بي بي سي خبریال خوشحال تایب و، چې د خپلو سترګو لیدلی حال یې داسې راته ووایه:

لروبر

''موږ د لوبې له پیل پنځلس دقیقې مخکې ورسېدو؛ ځکه چې لار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه او ډېر زیات خلک راغلي وو. په هرو پنځو کسانو کې یوه یې د افغانستان بیرغ له ځانه سره لېږداوه. داسې کسان مې ولیدل، چې له کندهار، بادغیس، پکتیا د لوګر له ازرې راغلي وو''.

جګړو، ناامنیو او نورو ټولنیزو ناخوالو په تېرو درو لسیزو کې پر افغانانو ناوړه اغېز کړی چې د ورزش په ګډون د ژوند له ډېرو نورو ځانګړتیاوو بې برخې او بې خوښۍ لیرې پاتې شوي.

خو زموږ همکار خوشحال تایب وايي چې په سټوډیوم کې افغانان تر هر بل وخت ډېر خوشحاله ښکارېدل.

Image caption افغانستان فوټبال کې پاکستان ته په دوستانه لوبه کې په درو ګولونو ماتې ورکړه.

د افغانستان او پاکستان فوټبال لوبډلو نن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي، چې د افغان لوبډلې ګول ساتونکي حمیدالله یوسفزي په وینا، دا یوه تشریفاتي لیدنه وه:

''له ولسمشر حامد کرزي سره د لیدو لپاره له موږ سره د پاکستان د فوټبال لوبډله هم تللې وه، دا یوه سمبولیکه او تشریفاتي لیدنه وه''.

د ګڼو افغانانو په اند افغانستان تر هر بل وخت اوس سولې او امنیت ته ډېره اړتیا لري او دا هیله یې هله پوره کېدی شي، چې یو موټی شي او د ګډ هدف لپاره یو او بل ته اوږې ورکړي، هماغه شان لکه د فوټبال لوبه کې یې چې خلکو ته وښوده.

ورته مطالب