کرېکټ: پایلوبه کې هند او پاکستان مخامخ کېږي

Image caption پاکستان لوبډله وتوانېده، سریلانکا ته ماتې ورکړي.

سنګاپور کې له ۲۳ کلونو د کم عمره لوبغاړو کرېکټ امرجنګ ( رادبره کېدو) سیالیو کې د یکشنبې په ورځ پاکستان او هندوستان مخامخ کېږي.

هندوستان لومړۍ نیمه پایلوبه کې متحدو عربي اماراتو ته په ۴۶ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې کې د لوبېدو وړتیا یې تر لاسه کړه.

بل لور ته پاکستان له یوې سختې سیالۍ وروسته سریلانکا ته ماتې ورکړه او پایلوبه کې یې د ځان لپاره ځای جوړ کړ.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هند په ۴۹.۵ اوورنو کې ۲۰۸ منډې جوړې کړې او په ځواب کې یې د متحدو عربي اماراتو لوبډله وتوانېده، چې ایله ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

د هند له لوري ایم سي جنیجا ۷۶ منډې جوړې کړې او اې ار پټیل د ۲۹ منډو بدل کې څلور وېکټې تر لاسه کړې. د متحدو عربي اماراتو له لوري شمیم انور ۴۴ او ایس پي پاټل له ۴۱ منډو سره مخکښ وو.

په دویمه نیمه پایلوبه کې د حماد اعظم د ۶۶ منډو پر اساس پاکستان لوبډله وتوانېده، سریلانکا ته ماتې ورکړي.

سریلانکا په ټاکل شویو ۵۰ منډو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۰ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا له لوري جې سندرا ۹۴ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري مخکښ باولر عثمان قادر و، چې د ۳۲ منډو بدل کې یې پنځه وېکټونه تر لاسه کړل.

د ۲۳۰ منډو هدف تر لاسه کولو لپاره د پاکستان پیل ښه نه و، خو لا یې اووه توپونه پاتې وو، چې هدف یې تر لاسه کړ.

دې سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې برخه اخلي، چې افغانستان، پاکستان، هند، بنګلادېش، نېپال، سریلانکا، متحدعربي امارات او سنګاپور په کې شامل دي.

ورته مطالب