کريکټ: پاکستان له زمبابوې دويمه لوبه هم وګټله

Image caption د پاکستان له لوري احمد شهزاد د ۶ شپږيزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۹۸ منډې وکړې

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دوو شل اووريزه سياليو، دويمه لوبه په ۱۹ منډو له زمبابوې نه وګټله.

تر دې وړاندې لومړنۍ لوبه هم پاکستان ګټلې وه.

زمبابوې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په سر ۱۶۰ منډې وکړې.

د زمبابوې له لوري تر ټولو ډېرې منډې مسکزاده وکړې او د ۴ څلوريزو او يوې شپږيزي پر مټ يې ۴۱ مڼدې وکړې.

د زمبابوې په لوبډله کې بل ښه ځلېدونکی بېټسمين سين ويليمز و، چې د دوو څلوريزو او يوې شپږيزې په وهلو سره يې ۲۵ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري د دغې لوبډلې کپتان محمد حفيظ درې، ذوالفقار بابر دوه او انور علي درې مخالف لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې لومړی پاکستان لوبه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري احمد شهزاد د ۶ شپږيزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۹۸ او کپتان محمد حفيظ د درې څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۵۴ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا د لوبې پيل احمد شهزاد او ناصر جمشېد وکړ.

تر دې وړاندې پاکستان د جمعې په ورځ په هرارې کې په لومړۍ ۲۰ اووريزه سيالۍ کې زمبابوې ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه.

په لومړۍ لوبه کې چې په هرارې کې ترسره شوه، زمبابوې پچه وګټله او پاکستان ته يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۶۱ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې زمبابوې يوازې ۱۳۶ منډې وکړې.

د زمبابوې په دوره کې به پاکستان دوه ۲۰ اووريزې، درې يو ورځنۍ او يوه پنځه ورځنۍ لوبې کوي.

ورته مطالب