افغانستان به له کوربه نیپال سره نیمه پایلوبه کوي

Image caption افغانستان بوتان ته درې صفر او سریلنکا ته درې یو ماتې ورکړې وه.

افغان لوبغاړو د مالدیپ ګول وهونکي په روانو سیالیو کې په لومړي ځل داسې ایسار کړل چې یوه ګول ته یې هم پرې نه ښوول.

د جمعې د ورځې (د سپتمبر شپږمه) تر مساوي شوې لوبې وړاندې مالدیپ سریلنکا ته ۱۰ او بوتان ته اته ګولونه ورکړي وو او داسې ښکارېدل چې ایسارول به یې ګران وي.

خو افغانستان چې بوتان ته درې صفر او سریلنکا ته درې یو ماتې ورکړې وه له مالدیپ سره بې کومه ګوله مساوي لوبه وکړه.

د دې پایلې له امله په بي ګروپ کې د ډېرو ګولونو له امله مالدیپ اول او افغانستان دویم شو خو د دواړو لوبډلو پواینټونه مساوي وو.

په نیمه پایلوبه کې به اوس د سپتمبر په اتمه نېټه افغانستان له کوربه هېواد نیپال سره مخامخ وي چې هند او بنګله دېش ته یې ماتې ورکړې وې او له پاکستان سره یې مساوي لوبه کړې وه.

مالدیپ به له هند سره مخامخ وي چې له پاکستان څخه یې یو صفر ګټلې وه، له بنګله دېش سره په یو یو ګول مساوي شوی و او له نیپال څخه یې دوه یو بایللې وه.

په ۲۰۱۰ کال کې چې افغانستان د سویلي اسیا د فوټبال اتلولیو په سیالیو کې پایلوبه له هند څخه وبایلله هلته یې په نیمه پایلوبه کې نیپال ته یو صفر ماتې ورکړې وه.

خو هغه لوبې په هند کې کېدې او دا ځل نیپال په خپل کور کې د خپلو ملاتړو په شته والي کې لوبه کوي.

افغان ملي لوبډلې په دې وروستیو کې له ترسره کړیو څلورو لوبو درې ګټلي او یوه یې مساوي کړې ده.

که چېرې دا ځل هم پر نیپال په نیمه پایلوبه کې افغانان برلاسي شول ښايي په پایلوبه کې تر تېر ځل ښه وځلېږي.

مالدیپ ښايي هند ته لوی سرخوږی جوړ کړي ځکه چې دا ځل د هند لوبډله د تېر ځل غوندې پیاوړې نه ښکاري او مالدیپ په ګول وهلو روږدې ښکاري.

ورته مطالب