د کریکټ ۲۰۱۵ نړیوال جام کې د افغانستان د ګډون هیلې زیاتې شوې

Image caption اوس افغانستان ته د راتلونکې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې له کینیا د دواړو لوبو ګټل او نړیوال جام ته رسیدل دي.

د افغانستان کریکټ بورډ له کینیا سره د را روانو سیالیو لپاره ملي لوبډه اعلان کړه، چې د پخوانیو غړو ترڅنګ په کې د ۱۹ کلنو دوو غوره لوبغاړو حمزه هوتګ او حشمت الله شهیدي ته هم ځای ورکړل شو دی.

افغانستان به له کینیا سره شل اوریزې، څلور ورځنۍ او دوه نړیوالې یوه ورځنې لوبې کوي.

له شک پرته چې د هرې لوبې ګټل خپل امتیاز لري، خو له کینیا سره د افغانستان راتلونکې د دوو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو ګټل د دغه هېواد لپاره خورا مهمې او ارزښتناکې دي، دا په داسې حال کې ده چې د کریکټ د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام ګې د ګډون او لوبېدو له اړخه، د افغانستان هیلې څه ناڅه نورې هم زیاتې شوي دي.

اوس افغانستان ته د راتلونکې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې له کینیا د دواړو لوبو ګټل او نړیوال جام ته رسیدل دي.

د کریکټ په راتلونکي نړیوال جام کې د افغانستان د ګډون هیلې هغه مهال لاپسې زیاتې شوي چې درې ورځې وړاندې (سپتمبر-۶ ۸) ایرلینډ سکاټلینډ په دوو یوې ورځنیو سیالیو کې پرلپسې مات کړ.

د دویمې او درېیمې درجې د نهو هېوادونو ترمنځ د کریکټ د نړیوالې شورا د - ۲۰۱۱- ۲۰۱۳ نړیوال کریکټ لیک سیالۍ- له شاوخوا دوو کلونو راهېسې روانې دي، چې دا مهال د جدول په سر کې ایرلینډ ځای لري او د خپلو څوارلسو لوبو څخه یې یوازې یوه لوبه بایللې ده او د ۲۴ امتیازونو په لرلو سره، د دغو سیالیو د اتلولۍ کپ هم پورته کړ.

دا مهال د جدول په دویم نمبر کې هالینډ دی چې په خپلو ټولو ۱۴ لوبو کې یې اته ګټلې او ۱۸ امتیازونه لري، په دريېیم نمبر کې بیا افغانستان دی چې د خپلو ۱۲ لوبو اووه ګټلې او ۱۵ امتیازونه لري، خو دوه نورې لوبې یې هم پاتې دي.

Image caption د کریکټ د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام ګې د ګډون او لوبېدو له اړخه، د افغانستان هیلې څه ناڅه نورې هم زیاتې شوي دي.

افغانستان د متحدو عربو اماراتو په شارجه لوبغالي کې د را رونې اکتوبر میاشتې په دویمه او څلورمه نېټه له کینیا سره خپلې دوه نړیوالې یوې ورځنۍ سیالۍ کوي، چې د دغو سیالیو په ګټلو له شک پرته به مخامخ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته لاره وکړي.

ښايي افغانستان له کینیا سره په خپلو راتلونکو لوبو کې په څو دلایلو لاسبری وي. لومړی، تر دا مهاله افغانستان او کینیا څلور وارې په یوې ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوي چې، د کریکټ بورډ د یوه چارواکي بشیر ستانکزي په خبره درې لوبې افغانانو او یوه یې کینایانو ګټلې ده.

د ددوی راروانې لوبې په هغه لوبغالي کې کیږي چې افغانستان په کې تر کینیا ډېرې لوبې کړي، له ډګر، موسم او پچ سره ښه بلدتیا لري او په همدغه ډګر کې د خپلې کچې سیالانو ته هم کلکې ماتې ورکړي چې ښه بېلګه یې له سکاټلینډ د وروستیو لوبو ګټل دي.

افغانستان به په شارجه لوبغالي کې تر کینیایانو ډېر نندارچیان ولري چې له شک پرته پر مخالف لوري خپل منفي اغېز لرلی شي. افغانستان په همدغه لوبغالي له اسټرالیا او پاکستان لوبو کې هم ښه ځلېدلی دی.

اووم مقام

تر دې ورهاخوا د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام لپاره د د دویمې او درېیمې درجې هېوادونو ترمنځ په روانو سیالیو کې کینا ښه نه ده ځلېدلې او د نهو هېوادونو په منځ کې دا مهال اووم ځای لري چې په ۱۲ لوبو کې یې یوازې ۵ لوبې یې ګټلي دي.

که په تېروڅو میاشتو کې د افغانستان لوبو ته وکتل شي، تر ماتې یې د ګټې تله ډېره درنده ده، خو له کینیا سره لوبې به افغانانو ته له فشاره خالي نه وي، دا ځکه چې که کینیا دغه دواړه لوبې وګټې او یا یې وبایلې نړیوال جام ته پرې رسېدلی نشي، خو افغانستان د دغو لوبو په ګټلو د کریکټ په تاریخ کې یو ریکارډ جوړوي، په دې مانا چې په لومړي ځل به دغه هېواد کریکټ په نړیوال یو ورځني جام کې برخه اخلي.

د دویمې او دریمې درجو د دغو نهو هېوادونو ترمنځ د روانو سیالیو په ترڅ کې د سر دوه ټیمونه مخامخ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته لاره کوي، چې ایرلینډ وار د مخه دغه امتیاز ترلاسه کړی دی.

خو، دا نړیوال جام ته د افغانستان د ورتګ ورستی چانس نه دی، که دغه سیالۍ وبایلې د غوراوي یو بل پړاوو هم شته، افغانستان به بیا په راتلونکي ۲۰۱۴ کال کې په نوي زیلینډ کې د کریکټ د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې له نهو نورو هېوادونو سره یوځای خپل بخت ازمايي.

په دغو سیالیو کې به د کریکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۱-۲۰۱۳ نړیوال کریکټ لیک د روانو سیاليو په شپږو لوبډلو سره بېره، هانګ کانګ، پاپیو نېګیني، نیپال او یوګندا هم ګډون لري، چې له منځ یې د سره دوه لوبډلې نړیوال جام ته لاره کوي.

په را روان ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې د کریکټ د نړۍ د سر پر لومړنیو لسو لوبډلو سر بېره څلور نورې لوبډلې د دویمې او دریېمې درجې هېوادونو ګډون کوي.

په پام کې ده چې اسټرالیا او نیوزلینډ په ګډه د کریکټ د راتلونکي نړیوال جام سیالیو کوربانه وي، دا به د کریکټ یولسم نړیوال جام وي چې ترسره کیږي، په پام کې ده چې د دغه جام سیالۍ د ۲۰۱۵ د فبرورۍ په ۱۴ نېټه پیل او د مارچ په ۲۹نېټه پای ته ورسیږي.

ورته مطالب