افغانستان د جنوبي اسیا فوټبال لوبو اتل شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په نیپال کې له یوې سختې سیالۍ وروسته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله وتوانېده، د هند لوبډلې ته د صفر په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړي او د سویلي اسیا د فوټبال سیالیو اتلولي تر لاسه کړي.

د سویلي اسیا د فوټبال سیالیو پایلوبه د نیپال د پلازمېنې کټمنډو په دارشات لوبغالي کې ترسره شوې. لوبغالي ته د پایلوبې نندارې لپاره د هندۍ لوبډلې زرګونه مینه وال او دغه راز له افغانستانه نژدې ۴۰۰ مینه وال ورغلي وو.

د یو شمېر افغان وزیرانو په شمول د ولسي جرګې ځینې غړي او لوړپوړي افغان چارواکي هم د ځانګړې الوتکې په وسیله د لوبې نندارې لپاره کټمنډو ته تللي وو.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان هم له هند ګټي او هم د جنوبي اسيا اتلولي کورته وړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل هېوا د بري په وياړ په ويډيويي وينا کې ټولو ته مبارکي ويلې او وايې "زموږ ځوانانو وښووله چې د هرې مقابلې وړتيا لري، خپل وطن او خپل خلک بري ته رسوي او وياړونه ورته راوړي، زموږ د ځوانانو، زموږ د ټيم دې مبارک وي، د افغانستان د خلکواو ولس دې مبارک وي".

له افغانستان نه هم راپورونه وايي چې پر پلازمېنه کابل سربېره لويو ښارونو کې خلک په لمانځنو وتلي، او د خپل هېواد فوټبال لوبډلې په بري يې خوښۍ څرګندې کړې دي.

د لوبې له پای سره سم افغان لوبغاړي د لوبغالي چاپېر په يون شول، او د خپل هېواد بيرغونه يې پر اوږو وو، دوی بيا د خپل بری په لمانځنه اتڼ وکړ.

د افغان لوبډلې ګول ساتونکي منصور فقيريار وويل "زه پر خپل ټول هېواد وياړم. زه خپلو ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وايم."

د لوپې څه د پاسه ۹۰ دقيقو اوږدو کې د هند لوبډلې هم پر افغان ګول هڅې وکړې، خو د لوبې تر پايه ونه توانېدل چې خپلې منډې په څه پايلو بدلې کړي.

دلوبې ۷۴ مه دقيقه کې د هند ۱۱ شمېرې لوبغاړي چې ډېر خطرناک و، او ښې هڅې يې وکړې د افغانستان د سزا سيمې بهر ځواکمن شوټ وواهه، خو د ډنډې له سر بهر تېر شو.

د افغان فوټبال لوبډلې لومړی ګوله په ۹ مه دقیقه کې ازادزوی او دوهم ګول سنجر احمدي دوهمه نيمه او د لوبې ۶۲ دقيقه کې وکړ.

د لوبې ۶۰ مه دقيقه کې هند پر افغان ګول هڅه وکړه، خو ګول ساتونکي منصور فقير يار خپل ګول وساته، له دې مخکې که څه هم ګول ساتونکي منصور فقيريار يو بل توپ وژغوره خو د څنګ لوبڅاري د هند لوبغاړي ته د اف سايډ جنډه هم پورته کړه.

د لوبې ۷۰ مه دقيقه کې د افغان لوبډلې حشمت الله محمد جان د محمد معروف جمهور پر ځای د لوبې ډګر ته ورکوز شو.

افغان لوبغاړو ټوله کې په پوره تلوسه او تاندو هڅو لوبه وکړه، او داسې ښکارېده چې د لوبې ګټلو لپاره پياوړی هوډ لري.

د کرېکټ پرتله فوټبال په هند کې دومره وتلې لوبه نه ده خو بیا هم داسې ډېر خلک شته چې دغه لوبه خوښوي.

Image caption د افغان لوبې ډلې لومړی ګول مصطفی ازادزوی وکړ

دا دوهم ځل و چې افغانستان په کې د فوټبال يوه سيمه ييزه اتلولۍ کې پايلوبې ته رسېږي.

تېر ځل په ۲۰۱۱ کال افغانستان هم په هند کې له کوربه هېواد لوبډلې سره لوبه کوله، خو افغان ګول ساتونکي چې لوبه کې سور کارت واخيست افغانانو د صفر پر وړاندې په څلورو ګولونو وبايلله.

د لوبې لومړۍ نيمې وروستيو شېبو کې چې افغان لوبډله په کې د صفر په مقابل کې په يو ګول مخکې وه، په پوره ځواک له خپل ګول دفاع وکړه.

افغانانو څه د پاسه ۹۰ کاله مخکې په ۱۹۲۲ کال کې پر فوټبال لوبه پيل کړی، او په ۱۹۴۸ کال کې د فوټبال نړيوال فډراسيون ټولنې (FIFA) غړی شوی دی.

ورته مطالب