د اروپا د فوټبال فدراسیون مشر په کابل کې

پلاټیني
Image caption پلاټیني د نړۍ له مشهورو فوټبالرانو دی، چې نورو نړیوالو سیالانو زین الدین زیدان، دې ګومارادونا، یوهان کرایفو الفرد او دې ته ورته فوټبال لوبغاړو ته یې ۳۵۶ ګولونه ورکړي دي.

د اروپا د فوټبال فدراسیون (یوفا) مشر میچل پلاټیني کابل ته تللی، چې د افغان فوټبال او یوفا ترمنځ لا ډېره همغږي رامنځ ته کړي.

یوفا مخکې هم له افغان فوټبال سره همکاري کړې ده.

په پام کې ده چې پلاټیني به له افغان ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د فوټبال له ځینو مسؤولینو، د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره وګوري.

پلاټیني به کابل کې یوې ګډې خبري غوندې ته هم خبرې وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر علي رضا اقازاده وايي، یوفا په وروستیو کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له بېلابېلو برخو سره د همکارۍ ټټر وهلی دی.

د فوټبال افغان چارواکي وايي، د یوفا په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د فوټبال د غځولو هوډ لري.

د اذربایجان د فوټبال فدراسیون، چې د یوفا غړیتوب لري، د افغانستان د فوټبالرانو د روزنې او اداري برخې مخته وړلو برخو کې د همکارۍ کولو ژمنه کړې ده.

پلاټیني د نړۍ له مشهورو فوټبالرانو دی، چې نورو نړیوالو سیالانو زین الدین زیدان، دې ګومارادونا، یوهان کرایفو الفرد او دې ته ورته فوټبال لوبغاړو ته یې ۳۵۶ ګولونه ورکړي دي.

نوموړی په ۲۰۰۷ کال د اروپا د فوټبال فدراسیون (یوفا) مشر او مخکنی مشر یوهانسن له واکه لرې شو.

ورته مطالب