"ولسمشر دې زموږ له بودیجې د فوټبال لوبډلې ته انعام نه ورکوي"

Image caption د اولمپيک کميټه وايي له بودیجې نه یې د فوټبال لوبډلې ته د یو میلیون ډالر ورکړه به د ٥٢ فدراسيونونو فعاليتونه ودروي.

د افغانستان د اولمپيک ملي کميټه وايي ولسمشر حامد کرزى دې خپل هغه حکم بيرته واخلي چې د ياد شوي بنسټ له سږنۍ بوديجې نه يې د فوټبال ملي لوبډلې ته د يو ميلیون ډالرو د ورکړې اعلان کړى دى.

د اولمپيک کميټه وايي که دا چاره تر سره شي د ٥٢ فدراسيونونو فعاليتونه به په ټپه ودرېږي.

د ياد شوي بنسټ وياند مجيب الله رحماني بي بي سي ته وویل چې دوى د فوټبال پر ملي لوبډله لورينه لري خو ولسمشر کرزی دې دا پيسې له بلې سرچينې برابرې کړي.

د افغانستان د اولمپيک ملي کميټه وايي سږکال دوی ٢٦٥ ميلیونه افغانۍ عادي بوديجه لرله چې ٢٢٢ ميلیونه يې لگول شوي او ٤٣ ميلیونه يې پاتې دي چې يو ميلیون ډالر نه بلکې ٨٢٣ زره ډالر کېږي.

د اولمپيک د ملي کميټې وياند مجيب الله رحماني بي بي سي ته وويل که دا پيسې د لوبو د ملي بنسټ له بوديجې ورکړل شي د دغه بنسټ د ٥٢ فدراسيونونو چارې به په ټپه ودرېږي.

د اولمپيک د ملي کميټې د بدن د ښکلا د فدراسيون مشر باور هوتک بي بي سي ته وويل د فوټبال ملي لوبډلې د سويلي اسيا اتلولي گټلې خو په وينا يې دوى له ٢٠٠٩ ميلادي کال نه تر ٢٠١٣ ميلادي کال پورې څلور ځله د سويلي اسيا ډله یيزه اتلولي گټلې خو وايي نه ولسمشر هڅولي او نه کوم بل بنسټ.

ښاغلي هوتک وايي د دوى لوبغاړي پور کوي او په نړيوالو سياليو کې د افغانستان بيرغ پورته کوي.

د افغانستان د اولمپيک ملي کميټه وايي که دوى فوټبال لوبډلې ته يو ميلیون ډالر هم ورنکړي بيا هم دوى سږ کال د بوديجي په برخه کې د ٣٠ ميلیونو افغانيو له کموالي سره مخ کېدونکي دي.

نوموړې کميټه وايي دوى په ٣٤ ولايتونو کې د ٥٢ فدراسيونونو په اډانه کې شاوخوا يو ميلیون لوبغاړي لري چې ټاکل شوې بوديجه ورته بسنه نه کوي.

ورته مطالب