د مالیې غلا قضیه: لیونل میسي پوښتل کېږي

Image caption میسي ۱۳ کلن و، چې په ۲۰۰۰ کال کې د بارسلونا کلب غړی شو.

د نړۍ د فوټبال يو وتلی ستوری ليونل ميسي به نن د هغو تورونو په تړاو وپوښتل شي، چې ده او پلار يې د اسپانيا د ټکس ادارو ته څلور ميليونه يورو، نه دي ورکړي.

د محکمې اسناد ادعا کوي چې د بارسلونا او ارجنټاين بريدګر لوبغاړي او پلار يې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کال کې د برازيل او يوروګوای د ټکس خوندي ځايونو ته شاوخوا لس ميليونه يورو لېږدولي.

په اګست مياشت کې دوی پنځه ميليونه يورو تحويل کړل، او دا له هغو پيسو سره چې دوی نه دي تحويل کړي، جمع يې ګټه، برابرې دي.

پر میسي او پلار یې شکونه دي، چې د میسي د انځورونو حق پلورلو لپاره یې په بیلیز او یوراګوای کې له شته شرکتونو کار اخیستی.

خو لیونل میسي، چې څلور ځلې یې له فیفا نه د کال غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړې، له دې تورونو انکار کوي.

میسي او پلار به یې د جمعې په ورځ د بارسلونا په ګاوا سیمه کې یوې محکمې ته لاړ شي.

د نوموړي محاکمه به د تړلو دروازو تر شا تر سره شي.

د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې بارسلونا کلب میسي ته د تنخواه په توګه هر کال ۱۶ میلیونه یورو ورکوي او په دې توګه نوموړی د نړۍ له هغو لوبغاړو نه یو دی، چې تر ټولو ډېره حق الزحمه تر لاسه کوي.

میسي له اعلان کوونکو شرکتونو سره هم د لکونو ډالرو هوکړه لیکونه لري، چې د اټکل له مخې د نوموړي د یوه کال عاید ۳۱ میلیونه یورو بلل کېږي.

میسي ۱۳ کلن و، چې په ۲۰۰۰ کال کې د بارسلونا کلب غړی شو.

نوموړی درې کاله وروسته د کلب له مرکزي غړو نه یو بلل کېده.

د فوټبال ماهرین نوموړی د دغې لوبې له سترو لوبغاړو نه یو بولي، خو د ټیکس په غلا کې د نوموړي د ادعا شوې ښکېلتیا د هغه د شخصیت منکسر المزاج اړخ ته زیانمنونکې بلله کېږي.

ورته مطالب