روسیه د ساحلي فوټبال سیالیو اتله شوه

فوټبال
Image caption روسیې دوه ځلې د نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

د روسیې د فوټبال ملي لوبډلې د ساحلي فوټبال اتلولیو کې اسپانیا ته په ماتې ورکولو د ګردو لوبډلو اتله لوبډله اعلان شوه.

روسي لوبډلې، پایلوبه کې وکړای شو، چې اسپانیا ته د یو په مقابل کې پنځه ګوله ورکړي.

په تاهیتي کې د دغو سیالیو په درشل کې د برازیل لوبډلې هم خپل مقام وساته او کوربه ته یې ماتې ورکړه.

روسیې د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته د پنځو ګولونو په مقابل کې شپږ ګوله ورکړل.

ایران د برازیل ترڅنګ له درو لوبډلو په لومړي ځل بل پړاو ته ورسېد.

د ۲۰۱۳ نړیوال جام کې کې تاهیتي پنځم مقام و، چې وړاندې ایران په هرو څلورو پړاوونو کې لیرې شوی و.

ایران د اسیا په کچه نسبتاً قوي لوبډله لري، خو د روسیې پر وړاندې یې غړي وتښتېدل.

دا د ساحلي فوټبال اوومه اتلولي ده، چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

د دغو سیالیو راتلونکی جام به په ۲۰۱۵ کال پرتګال کې جوړېږي.

ورته مطالب