کرېکټ: افغانستان کېنيا ته لويه ماتې ورکړه

حميد حسن
Image caption حميد حسن د کېنيا څلور لوبغاړي وسوځول

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د عرب امارتو په شارجه لوبغالي کې له کېنيا نه د دوو يو ورځنيو لوبو لومړنۍ هغه په اتو ويکټو وګټله.

د افغانستان له لوري د لوبې پیل نوروز منګل او شهزاد محمدي وکړ او يو ډېر ښه پيل يې د افغانستان لپاره درلود.

نوروز منګل په يوازې سر چې تر اخره ونه سوځېد ۵۲ منډې وکړې او شهزاد محمدي په ۳۳ منډو وسوځېد.

افغانستان د کېنيا له لوري ورکړای شوی د ۹۰ منډو هدف يوازې په ۱۸ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سر بشپړ کړ.

کينيا لومړی پچه يا ټاس وګاټه او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه، چې د کرېکټ د پوهانو په خبره ښه ثابته نه شوه.

د کېنيا کرېکټ لوبډلې په خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې په نژدې ۳۶ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سر ايله ۸۹ منډې وکړې.

افغان توپ اچوونکو له لومړي سره کېنيايي توپ وهوونکي تر خپلو بريدونو لاندې راوستل او يو پر بل پسې يې وسوځول.

افغان توپ اچوونکي يا بالر حميد حسن څلور کېنيايي لوبغاړي او شاپور ځدراڼ دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

Image caption نوروز منګل پرته له دې چې وسوځي په یوازې سره ۵۲ منډې وکړې

سميع الله شينواري هم دوه کينيايي لوبغاړي وسوځول.

د کېنيا په لوبډله کې ماروس اوما تر ټولو ډېرې ۲۴ مندې وکړې او تر يوه بريده د افغان بالرانو پر وړاندې ولاړ و.

خو نورو کينيايي لوبغاړو ونه شو کړای د افغان بالرانو پر وړاندې ودرېږي.

دغه يو ورځنۍ لوبې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي او که دواړه يو ورځنۍ لوبې له کېنيا وګټي نو د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړيوال جام ته مخامخ لار پيدا کوي.

کېينا له افغانستان سره په شارجه کې دوه ۲۰ اووريزې، دوه يو ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ کرېکټ لوبې کوي.

د کرېکټ کتونکي د افغانستان لومړنۍ سيالۍ ته په کتو وايي، ګرانه به نه وي چې افغانستان دې دغه لوبې په يو اړخيز ډول له کېنيا نه وګټي.

ورته مطالب